کور / شعر / شین خالي

شین خالي

چه په خوا کمی جانان هم  را سره وي
داسی ښکاری ټول جهان چه را سره وي


د غمونو او دردونو بار می سپک شي
شین خالي زلفی ماران چه را سره وي


هسی عطرو په خوشبیو کی معطر شم
لکه مشکو لوی کاروان چه راسره وي


چه د شوڼدو جام یی واړوم په سر کی
شم بیخود لکه شیطان چه را سره وي


چه د زلفو سایه بان لاندی یی پروت یم
باک می نشته که توپان هم راسره وي


زه خالد د یار په مینه مستانه یم
زولنې که د زندان هم را سره وی



 ۱۹۹۳ /۳ / ۲۱