جالب خبر: څوک چې کار کوې وسېلې لټوې، …
نېټه : د حمل 21 کال 1387
جالب خبر
څوک چې کار کوې وسېلې لټوې څوک چې کار نه کوې بهانې لټوې
په رسنېو کې ېو جالب خبر خپور سو اوهغه دا چې د کرهڼې اوبو لګولو او څاروېو د وزارت محترم معېن په خپله مرکه کې ېو داسې بېان خپور کې چې (که چېرې د افغانستان د کروندګرو سره د اصلاح سوو تخمونو، کېمېاوې سرو او ماشېن الاتو مرسته وسې ،موږبه وکولاې سو د پنځو کلونو په موده کې د غلو دانو د تولېد له کبله پر ځان متکې شو )
دا ډېر ښه خبر دې . دافغانستان زحمتکښه کروندګر ددې حق لرې چې ددې خبر هر اړخېز هر کلې وکړې ددې عالې هدف د پېاده کولو په خاطر په کار داده چې د دولت د خوا ېو عملې مېکانېزم جوړسې او هغه د ا چې:
د هغو مېلېاردونو ږمنه سوو ډالرو د لېدو وړبرخه د همدې هدف د پاره د دولت د خوا څخه چې د وطن و ابادولوته ېې ملا تړلې ده او داوږدې جګړې د ورانېو د بېا رغولو په هکله ېې هوډ کړې دې په خپلو انکشافې بودجه کې په نظر کې ونېسې .
ددې پروګرام د پلې کولو دپاره په کار داده چې دولت د قانون په چوکاټ کې دولتې او خصوصې مسؤلې ادارې رامېنځه کړې او د خالې خبرو کولو پر ځاې عملې کارونوته لېڅې را ونغاړې .
د کرهڼې سکتور د چټکې ودې او پراختېا د پاره د کرهنې د محصولاتوپه ( تولېد ، پروسس او مارکېټ پېداکولو ) کې و پانګه اچونې ته بېحده زېاته اړتېا لرې . ودې مقصد او هدف ته درسېدو دپاره په کار داده چې دولت او خصوصې پانګه وال د دې سکتور په هره برخه کې په زېاته انداز ه پانګه اچونه وکړې .
په کار داده چې دولت په کرهڼه کې څېړنېز مرکزونه پر مخ بوزې ، تر څو وکولاې سې د ټول مملکت د هرې سېمې د اقلېمې شراېطو په نظر کې نېولو سره ډول ډول د باکېفېته او عالې جنسونو د روزلو پررګرامونه پر مخ بوزې او خصوصې سکتور د خپلو مالې او مادې توان سره سم غټ – غټ تولېدې فارمونه جوړ کړې . په دې دواړو برخو کې باېد باندنې مرستې او حتې پانګه اچونه و هڅوله سې .
په ډېر باور سره وېلاې سم که چېرې و پورتنې ذکر سوو هدفونو ته عملې بڼه ورکړه سې ، کېداې سې چې په کمه موده کې نه ېوازې د کرهڼې د تولېداتو له درکه پر ځان متکې واو سو، بلکه کېدای سې چې کرهڼېز تولېدات زموږ د صادراتو په برخه کې د لېدو وړ برخه ولرې .