کندوز:پوليسو پر يوې نجلۍ ډله ايز جنسي تېرئ کړيدی

د لراوبر اداره | جون 7th, 2012


۳۱ می ۲۰۱۲ کندوز

د کندوز ښار په توبره کش سیمه کې په ۱۸ کلنې انجلۍ باندی دسیمه یزو پولیسو یوقومندان پورې اړوند کسانوجنسې تیری ترسره کړی.

ددغه انجلۍ کورنۍ چې د کندوزښار دتوبره کش په سیمه کې ژوند کوي رسینوته وویل یوه اونۍ وړاندی وسلوال کسان زمونږکورته راننوتل اوانجلۍ یې له ځانه سره په زوره یوړه دغه انجلۍ چې په نیولې غږیې له خبریالانوسره خبرې کولې وویل دغه وسلوال دتلوکې سیمې محلې پولیسوقومندان محمداسحاق نظامې پوری اړونددی.

هغه چې ځان ولات بی بی معرفې کوي په کندوزښارکې دخپل پلاراومورسره یوځای خبریالانوته خپله کیسه داډول وکړه ( تیره اونۍ دشپې لخوا داربکې قومندان نظامې څلوروسلوال زمونږکورته راننوتل زما لاس اوپښې ېې وتړلې اوپه وهلووهلو يي زه له کوره ویستلم اویوناڅرګندځای ته یی بوتلم وورسته دهمدغه ټوپکوالوله ډلې یوتن راباندی جنسې تیرې وکړ)

همدغه راز ولایت بی بی ادعاء وکړه چې وسلوالو زورواکو پنځه ورځې په زندان کې ساتلې داپه داسې حال کې چې دهغې په خبره عاملین لا هم آزاد ګرځې.

هغه چې له ژوند څخه کاملاناراضه ښکاریده زیاته کړه که چيرې دولت ددی قضیې پوښتنه ونکړي نو نوموړی به ځان وژنه وکړئ.

دانجلۍ پلارغلام محمد وایی قومندان نظامې زور لری اوهیڅوک نشی کولاي چې هغه ته څه ووایی
غلام محمد ددی قضیې اصلې لامل داسې بیان کړ(( زما یوبداخلاقه وراره له قومندان نظامې سره سرتیری و ما څوځلې نظامی ته وویل چی دغه هلک له ځانه سره مه ساته خوهغه راته په ځواب کې وویل زما همداډول غل اولوچک انسان ته اړتیا ده بیاوروسته زما وراره د قومندان نظامي له خورسره په بدو اړیکولرلو تورن شو نظامی له ماڅخه د وراره دورسپارلو غوښتنه وکړه خوما یی دسپارلو وس نه درلوده نو همدا لامل ووچې دنظامی کسانو زما په لور جنسی تجارز وکړنوموړی دا هم وویل چې له قومندان نظامی سره هیڅ ډول دښمنې نه لري))

مونږهڅه وکړه چې دیادي قضیی په اړه د قومندان نظامی نظرهم له ځانه سره ولرو مګرپدی چاره بریالې نشوو خو د کندوز دامنیې قومندان ویاند سیدسرور حسینې په دغه قضیه کې د قومندان نظامی لاس لرل ردوی خو وایی چې دوه کسان یی نیولی چې یوتن په جنسې تیرې تورن دی. هغه زیاته کړه مونږ دوه تنه نیولی خو سیمه یزپولیس ندی او په قومندان نظامی پوري هم اړه نلري چې دامهال هغوي دوسیې څارنوالې ته سپارلې شوی.))
له بل لوری په کندوز کې دبشری حقونوخپلواک کمیسیون رئیس حیات الله امیری وایی عدلې طب څیړنو ښودلې چې په انجلۍ باندی جنسې تیري ترسره شوی، نو باید ګرم کسان د قانون په رڼا کې مجازات شي هغه داهم وویل چې د معلوماتو له مخې دغه کړنه د قومندان نظامی پوری اړوند کسانو ترسره کړی.
قومندان نظامی د کندوز ښار تلوکې سیمه کې د سیمه یزوپولیسومسوولیت په غاړه لري چې دتوبره کش سیمه هم دده ترواکمنۍ لاندی ده
داپه داسې حال کې ده چې سیمه یزپولیس د کورنیوچارووزارت په چوکاټ کې دسیمې دامنیت ساتلو په موخه په دندوګمارل شوي چې دهمدغې وزارت لخوا تنخوا اونور امکانات ترلاسه کوي خو دا لومړی ځل ندی چې بشری ضدجنایتونوکې سیمه یز پولیس ګرم ګڼل کیږی په کندوز کې داډول پيښې عادی حالت ته روانې دي.

سربیره پردی تیره اونۍ دافغانستان بشری حقونو خپلواک کمیسیون دڅیړنیزرپوټ په خپرولوسره اندیښنه څرګنده کړه په رپورټ کې راغلې په ځینو سیموکې د زوراکانو لخوا دسیمه یزو پولیسواستخدام اوملاتړاودهغوي په کړنو نه څارنه ددی لامل شوی چې سیمه یزپولیس بشرضد تیروتنو باندی مرتکب اودغه ډول پيښوکچه ورځ تربلې لوړه شي. خود کورنیوچارو وزارت دبشری حقونو خپلواک کمیسیون دغه ادعاوی ردکړی او ویلی وزارت دپولیسو په کړنو پوره څارنه لری.

Copyright Larawbar 2007-2024