مورکۍ ته صبر چي یوه چیغه لابله وکړم!
تیر خو تیر سو، دا خبره په معمولي ډول موږ کوو چي تېر پرهېر، خو نه داسي نه ده، نور دا معمولونه نه منم !
تېر نه هېروم چي تجربه ځیني ترلاسه نه کړم ، تېر نه هېروم چي پکښي دوښمن ونه پېژنم، تېر نه هېروم چي پکښي پردي لاسپوڅي په محکومیت او زلالت ونه پېژنم، تېر نه هېروم چي دیرغلګرو ماته ونه لولم…
خو دا بې ځایه معمولونه وي چي موږ ته بې ځایه تلقینونه راکوي…
۱،۵میلیونه افغانان مو له لاسه ورکړل ! مندي مو بُري ، خوندي مو کونډي ، بچي مو یتیمان ، لوڼي مو سغیري… لا بیا هم دوست او دوښمن راڅخه ورک دی ، لا بیا هم دهري ورځي دپیل سره دخپل اصلي دوښمن په لټه شل رنګه دریځونه غوره کوو، لا بیا هم دچاپلوسانو په چاپلوسي ، دغلامانو په غلامي او دلاسپوڅو په غوړه مالي دوکه کیږو..!
ایا لا یې زموږ په وژنه او محکومیت زړه نه دی سوړ سوی ؟!
ایا لا دبې ګناه او مظلومو افغانانومظلومیت نه دي متأثره کړي ؟!
…په دې نژدې څو ورځو کي یوځل بیا دسیمي او نړي ګوډاګي، چاپلوس، شیطان، شر اچوونکو او ښکېلاک ګرو هیوادو په پرلپسې ډول دافغان مظلوم او محکوم ولس ویني په بې رحمانه ډول وبهېولې ، یوځل یې بیا مندي په سرو اوښکو دخپلو بچو په ویر ویرجني کړې، یوځل یې بیا پلرونه دخپلو لوړنو او بحیانو په ناکراره ژوند وربړول…یوه دوښمن مو دمعصومواو تنکیو ماشومانو په مسمومیت کي پروژه اخیستې، بل ظالم دافغان بچیانو دمظلومیت او مهاجرت سره په دوښمني افغان وژنه په غیري ناقه او غیري قانوني ډول پیل کړې،او هره ورځ زموږ شهیدان سوي افغانان چي دوی په بې شرمانه ډول اعدام کړي وي رالېږي، بل دوښمن مو پر بې ګناه او محکوم ولس بې رحمانه او وحشیانه بمونه اوروي، بل زهر خوره او پخواني دوښمن مو بیا پربې ګناه وګړو دځان مرګو بریدونو دترسره کولو فتوا صادره کړې… او په کور دننه کي هم دهمدې دښمن هیوادولاسپوڅو او تالۍ څټه غلامانو په بېلابېل ډول دافغان پلورني پانګوني کړې…!!!
اف ربه اف !! آخیر تر کومه او ولي ؟؟
موږ ته دکومي ګناه سزا راکوې ؟!
ایا زموږ مظلومیت ستا په پاچاهي کي ځای نه لري ؟؟؟
ایا موږ او زموږ ژوند همداسي محکوم تقدیر سوی ؟؟؟
ایا موږ په نړۍ کي د ترټولو بې وزله او بې وسه مخلوق بېلګه یو ؟؟؟
ای دکایٔناتو څښتنه !
ای دمخلوقاتو خالقه !
ای دغالب او مغلوب مخلوق خالق زاته !!
نور نو زموږ دمحکوم او مظلوم ملت پر محکومیت او مظلومیت دخپلي خاصي مهربانۍ، دهغه مهربانۍ چي تاخپله ویلي چي ستاسو تر والیدینو ۷۳ ځله زیات مهربان یم یوخاص رحم وکړه.
نور زموږ داوښکو په تویولو سره داسلام او افغان دوښمنه کړیو فکرونه اوسوچونه مه تازه کوه!
موږ ته هم دنړۍ دنورو آرامه اوسوکاله اولسونو په څېر آرام اوسوکاله ژوند وبخښه.
موږ ته هم دانساني ژوند دکراماتو او اصلیت پېژندني چانس راکړه، ترڅو تا او ستا درالېږل سوي رسول(ص) حقه لار پیدا او د دایٔمي ژوند مسیر یې وټاکو.
نور موږته زموږ داعمالو داصلاح سالم عقل او فکر راکړه. موږ ته هم دنړۍ دنورو هوسا هیوادونو په څېر دهوسا او اسلامي ژوند سهولتونه عطا او بسیاکړه. ربه تاته لاس په دوعایم ربه !!!