کور / نثر / څو ادبي ټوټې

څو ادبي ټوټې

توراوسپین
لیکوال :- احمدمحمود
دغنمودانې رسیدلوته نږدې وې، او دوږوشین رنګ پرژړیدوښکاریده . آرام باددغنموله کروندې سره لوبي کولې،دغنموکمزوري تنې کږیدلې ، اووږوپه عاجزی سره یودبل غیږې ته پناه وړله
سهارپیلیدونکی وو، لمردراختلو مخکي دافق په رنګولو بوخت ښکارېده ، سپیدوشپه څېرلې وه او دکلي خاورین کورونه دسترګوپه وړاندي دځان ښودلو هڅه کول.
مورنن ترنوروورځوناوخته راویښه سوې وه ، داځکه چي ترنیمي شپې له ناروغی او ناآرامیوکړیدلې وه ،خواوس دادی لمرڅرکونه وهل ، تنوریی څوشېبې مخکي بل کړی وو او دکورنی ډوډی بوي هوا ته خیژي ……………….

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲
صفات
لیکوال : احمدمحمود
په یوه شنه او ښکلې جریزه کي دانسان ټولونیکواوبدوصفاتو یوځاي ژوند کاوه داصفات لکه : پوهه ، غرور، شتمني ،عاطفه ، شهوت ، مینه او …….
یوه ورځ پوهي دا ټول صفتونه سره راټول کړل او ټولو ته يی په خطاب کي وویل: ټاکل سوېده چي یو ډیرلوي سېل پدې جزېره ( ټاپو) کي جاري سي او هرڅوک دي همدااوس خپل داړتیا وړتوکي راواخلي ، باید په کښتی کي ېې کښیږدي ترڅو سېل ته تیاری ولری!!!
ټولو دا کاروکړ، زورورباران په اورید سواولوی سیلاب هم ټوله جزیره ونیول.
ټوله پخپلو کښتیوکي ول ، ناڅاپه دیوه صفت دډوبیدوږغ او دمرستي چیغي ترغوږوسوې .
دا ږغ دعاطفې وو، میني ډېرژردعاطفې ( زړه سوي ) دژغورلو په پلمه راودانګل ترڅوخپله بیړی دهغې په اختیارکي ورکړي ، خو داچي کښتي یی دیوتن څخه دزیات ځای نه درلود نو عاطفه سپره سوه خو مینه دسيلاب څپوواخیسته ، هغې خپل شاوخواته نظرواچوه شتمني یی خپل ځان ته نږدې ولیده او ورڅخه یی دمرستي غوښتنه وکړه : آه ثروت او شتمنی! ستا غښتلی لاس ما ژغورلای سي نولاس راکړه او ماوژغوره !
شتمنی په جواب کي ورته وویل : دومره طلااو جواهرمي په کښتی کي ځای کړي چي زما دوړلوتوان هم په سختی سره لري .
زما بیړی ډکه ده او ستا لپاره پکښي خالي ځای نسته .
میني په ناهیلی سره بل لوري ته وکتل او سترګي یی پرغرورونښتې او له هغه څخه یی دمرستي سوال وکړ.
غرور ورته په جواب کي وویل : ته لنده یی او که زه ستاسره مرسته وکړم نو نه یوازي زه بلکي زما دا ښکلې او ترنوروټولو مظبوطه کښتی به راته لنده او خیرنه کړې ، په ډېرتکبریی مینه دخپلې کښتی دڅنډو څخه دسیلاب قهرجنو څپوته ټېل وهل .
خړي اوبه وارپه وار ډېریدې ، او مینه یی لاهم پخپل غېږ کي رانغاړله .
پوهه او نورورڅخه ډیرلیري ول او هیچا دمیني ږغ نه اوریده .
ترڅو چي شهوت میني ته نږدې ځان راورساوه ، میني له شهوت څخه دکمک خواست وکړ.
اې هوس او شهوته ! زه ډوبیږم ما وژغوره …….
خو شهوت پخپله شیطاني لهجه ورته وویل : اې میني ! له ډیري مودې راهیسي دیوې داسي شیبې په تمه وم ، ترڅو له منځه وړل دي پخپلو غبرګوسترګوووینم .
ځکه چیري چي به ته وي هلته زما خوارلپاره ځاي نه پیدا کېده ، همدا ته وې چي تل ترماغوره اوزما دسپکاوي سبب ګرځېدې.
میني له ټولو څخه په ناهیلی ځان دسیلاب بې رحمه څپوته وسپاره ، خو دډوبیدوپرمهال یی یوه غښتلې څېره ترسترګو سوه چي دژغورني لپاره ددې پرلور راځې .
خو مینه نور ونه پوهیده اودبې هوښی په حال کي یی ځان تقدیرته وسپاره .
یوه ورځ وروسته یی په آرامی سره سترګي پرانیستې ، آسمان شین او صاف وو ، دباران اوسېل درک نه لګیده او شین ټاپویوځل بیا دآرام ساه اخېسته .
میني خپل راسته اړخ ته پوهه ولیده او یوازي یی ورڅخه یوه پوښتنه وکړه .
پوهي ! زه چا وژغورلم؟
پوهي یی په جواب کي وویل : اې میني ! ته وخت وژغورلې
هوکې یوازي وخت دی چي کولای سي دمیني عظمت او ارزښت درک کړي.

————————————————————-
۳
دشیطان داستان
لیکواله :زهرامهدوي
پرون مي شیطان ولېد، دبازارپه اړخ کي یی خپل پټوهوارکړی وو.
چم اوفرېب یی خرڅاوه .
خلک ورباندي راټول وه ،شیطان ناري وهلي او خلکو هم ورڅخه هرڅه رانیول .
پخه دکانداري یی ورباندي جوړه وه او هرڅه یی دخرڅلاو لپاره لرل : غرور، حرص ، درواغ اوخیانت ، خودخواهي اوهرڅه …….
هرچا یوڅه رانیول او په بدل کي یی یوڅه ورکول .
ځینودخپلو زړونو ټوټي او یوشمیرکسانو دخپل روح یوه برخه .
ځینوخپله آزادي او حتی یوشمیرکسانو خپل ایمانونه ورسره سودا کول.
شیطان خندل او دخولې څخه یی ددوږخ بوی راتله .
دزغم وړ نه وه، زړه مي راته وویل چي خپل ټول نفرت راغونډ او پرمخ یی تف کړم.
هغه لکه چي زما خیال ولوست ، دخپل ځان په شان دشیطنت څخه ډکه خندا یی وکړه او راته یی وویل :زه دچاسره کارنلرم ،فقط مي خپل پټوهوارکړی او په آرامی سره مي راوړي توکي پلورم ، نه چاني وهم او نه څوک مجبوروم چي راڅخه یی په زوررانیسي .
ته وینې ؟ انسانان پخپله زما پرشاوخوا راټول سویدي.
جواب مي ورنکړ، خو هغه سررانږدې کړ او راته یی وویل :البته ته له دوي سره توپیرلرې ، ته هوښیاراو مومن یی .
دا ځکه چي هوښیاري او ایمان دواړه دژغورني وسېلې دي.
دوي وږي او ساده دي ، دهرڅه لپاره تېرایستل کیدای سي.
له شیطان څخه مي بدراتلل خوخبري یی خوږې وکړې ، هغه ته مي واک ورکړچي خبري وکړي نو راته وږغیده وږغیده او……
په ساعتونو یی څنګ ته کښېنستم ترڅو چي سترګه مي دهغه په دکانداری کي دعبادت پرقوطی ولګېده چي دایی هم دنوروترڅنګ اېښې وه .
پداسي حال کي چي دشیطان راته پام نسي قوطی مي پخپل جېب کي کېښوده ، له ځان سره مي وویل پرېږده چي یووارهم یوڅوک کوم شی دشیطان څخه غلاکړي او پرېږده یوځل شیطان هم خطا ایستل سي.
کورته راغلم او قوطی مي په ډېراحتیاط پرانیسته .
په قوطی کي دغرورپرته بل څه نه وه ، دعبادت په نوم نومول سوې قوطی مي له لاسونو پرمځکه ولوېده ، او غرورپه ټوله کوټه کي خپورسو.
خطاوتلی وم ،نه نه خطاایستلی یی وم، لاس مي پرخپل زړه کېښود هغه هم نه وو ،پوه سوم چي زړه مي هم دشیطان له څنګ سره هیرسویدی .
پرټوله لارمي وځغستل ، پرټوله لارمي پرلعین لعنت ووایه ، ټوله لارمي خدای خدای لرل .
غوښتل مي چي دناځوانه ګریوان ونیسم ، ددروغ عبادت قوطی یی پرسرووهم ، او خپل زړه بیرته واخلم.
دشیطان دناستي ځای ته راغلم ، خو هغه دخپلو راوړو له پلورولووروسته تللی وو، پرهماغه ځای کښېنستم او ډېرډېرمي وژړل .
اوښکي خلاصي سوې ، ولاړ سوم ترڅو نازړه توب مي له ځان سره یوسم.
خویوناببره مي دخپل زړه ټوپونه ترغوږسول ، له ځان سره مي وویل : آه لویه خدایه ! دا زما دزړه ږغ دی ؟
او همالته دزړه له کومي پرسجده پریوتم .
دخپل بایللي زړه دبیاګټلو پخاطر