کور / اسلامي / الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۹)

الکحل(شراب) په اسلام اوساينس کی (۹)

Alcohol the final enemy of civilization
الکحل(شراب) دانسانيت ترټولوبدترين دښمن دی
دروغتیااوپاکوالې نړیوال وتلی اومشهوره ډاکټرپروفیسرهرش (Hirsch) یوکتاب ولیکی چې پر(شرابوبندیز) نومیږی اوده په امریکاکی ۱۵ کاله په دې هکله مبارزه هم وکړل خوسوکاله اوبری نه شو اویائې لږترلږه کنترول کړی وبل لورته الحمدلله داسلام مبارک دین ۱۴ پېړۍ مخکی ددې استعمال حرام اومنع کړل؛ نوځکه دالکحلواستعمال په یوه اسلامي ټولنه اویاهم دمسلمانانولپاره یولعنت اودټولوناوړی کړونومحوردی.
که موږوکیمیاپوهنې (Chemistry) ته ولاړشونوالکحل(شراب) دیوشی دحل کولولپاره یومضبوط محلول دی چې پخپل ځان کی هرشی حلوي، په ځانګړې ډول سره غوړ (Fat) چې له همدې کبله دالکحلواستعمال یوانسان دعادی حالت څخه باسی اوپرانسان باندی دومرې اغیزې کوې چې پایلې ئې ډېرې ناوړه دي یاپه ساینسي ډول سره الکحل(شراب) دانسان دشکرې (sugar) دهضم لړۍ دجراثیمواوبکتریاوله کبله صورت نیسی، چې دایوه کیمیاوي پروسه ده چې ودې ته زهرجن کیمیاوي خوراک ویل کیږي، چې دازهردالکحلوپه ځانګړتیاپوری هم تړاولري؛ خوالکحل چې په هره فیصدی سره وي دانسان لپاره زهردی اوپه ساینسي ډول سره یقینی خبره ده چې الکحل پرینې (Liver) باندی څومره اغیزې کوي چې انشآ ‌ءالله وروسته به ورباندی رڼاواچوو، زړه (Heart) له فعالیته غورځوي اوداسی نورچې په پوره تفصیل سره به انشآء الله ورباندی رڼاواچول شي.
که دالکحلو(شرابو) په یوه ټکی کی تعریف وشی نو لیکوچې شراب یوه زهرجنه کیمیاوي ماده ده، چې دانسان دژوندداښکلې پاڼې رژوي اودمرګ اودذلت وکندې ته ئې غورځوي؛ په اصل کی شراب کوم غذايي ارزښت نه لری البته کله چې وڅیښل شی نومیتابولیزم صورت نیسی یعنی دانسان لپاره انرژې چمتوکیږي اوانسان چې هرڅه خوړلی وي هغه ټول میتابولایزډ(Metabolized) کیږي چې دائې یوه ظاهرې اووړوکې ګټه ده.
دالکحل(شراب) اغيزې پرانسان باندی
دالکحل(شرابو) اغيزې دهاضمې پرنظام باندی:
ترټولولومړی دشرابواغیزې دخولې څخه پیل کیږي، په خوله کی یوډول ژوندۍ بکتریاوې شته چې فلورا(Flora) نومیږي؛ چې ددې بکتریاووپه شتون کی جراثیم په خوله کښې ژوندنشی کولای، دالکحل (شراب) په څیښلوسره ددې ګټوروبکتریاوواغیزې ورو ورو کمیږي اوبالاخره له فعالیته وځی چې ددې بکتریاوودله مینځه وړولوسره دوریوزخم (Gum Infection)، دخولې سوخت اودخولې نورې ناوړه ناروغۍ پیداکیږی اوپیل کیږي اوپاته دی نه وي چې دشرابوعادي سړی ډېرژرغاښونه دلاسه ورکوي اوغاښونه ئې خرابیږي، دخولې څخه وروسته دخوراک دنل (Esophagus) ته خبره ولاړه ده، خوله ددې نل سره نښتې ده اوډېرې د ندې ترسره کوي؛ دخوراک نل په (Mucous Membrane) مخاطې غشا‌ء باندی پوښل شوی دي چې دالکحلو(شرابو) دڅیښلوله کبله دامخاطې غشاء کمزورې کیږي اوخپل حالت اوقوت دلاسه ورکوي چې پایلې داورڅخه راوځی چې دالکحلو(شرابو) دخوړلوسره لومړی خوله اوبیادخوراک نل خپله کډه کوي، کارپریږدی، سوخت اوزخمونه پکښې جوتیږي اوله فعالیته وځی؛ ترټولولوی ناورین خولادادی چې الکحل(شراب) دخولې اودخوراک دنل(سرې غاړې) دسرطان سبب هم ګرځی، کله چې روغتیاپالانوداحس کړل چې شراب هغه یواځنی شی دی چې دخولې اودخوراکي نل دسرطان سبب ګرځی نوپه نړیواله کچه سره ئې په ۱۹۸۰ میلادی کال کښې دالکحلو(شرابو) دکمولواوبندولوپوره هوډوکړچې په نتیجه کښې پلانونه جوړاوپه عملی کېدوئې پیل وکړ.
په دریم ځل چې کله الکحل(شراب) ومعدې ته رسیږي هلته (Gastritis) پیداکوي یعنی دمعدې دمخاط التهاب، وبل لورته الکحل(شراب) لیپید(Lipid) له مینځه وړي، لیپیدونه څه شی دی؟
لیپیدونه په بدن کی په اسانۍ سره زېرمه کیږي اودسوون دسرچینې دحجروي برخودجوړیدنګ دمهموتوکواوهمدغه رازدحجرې دبیولوژیکوفعالیتونولپاره دمهموتوکوپه توګه مطرح کیږي، یاپه بل عبارت لیپیدونه یعنی په وینه که شحمی اسیدونه.
دزیاتودسرطان دمتخصصینوپه اندچې الکحل(شراب) دوینې دسرطان سبب هم ګرځی، له دې څخه وروسته الکحل(شراب) داثناعشره کلمې ډېرې ژراغیزمنې کوي، ودې کلموته په دې اثناعشره کلمې (Duobenum) وایی چې ددې کلمواوږدوالی ۱۲ ګوتې کیږي، چې دادکوچنیوکلمولومړۍ برخه تشکیلوي؛ داله دې کبله ډېرې ژراغیزمنې کیږي چې ډېري نازکې دي اوهرډول کیمیاوي اغیزې ورباندی چټک بریدکوي؛ داکلمې دهضمېدولپاره دځانګړولعابوصلاحیت لري، چې دالکحلو(شرابو) په استعمال سره داهرڅه داوبوسره لاهوکیږي، دهضمې نظام له ستونځوسره مخامخ کیږي اوحتی الکحل(شراب) دتریخی (Bile) پرصفراء باندی هم ژورې اغیزې کوي، نوله همدې کبله په عام ډول سره دشراب څیښونکودهضمې نظام خراب اودستونځوسره لاس اوګرېوان وي، کله ئې هضمیه خرابه، کله ئې معده سوخت کوي، کله دمعدې دګیس سره لاس اوګرېوان وي، کله دمعدې په زخم اخته وي اوکله هم دمعدې په سرطان اخته شی.
یوه بله ستونځه چې دهضم سره تړلې ده هغه دزیات هضم خبره ده چې دچاغښت سبب ګرځی، چې داچاغښت دومره خطرناکه وي چې دحجروپه مابین (Interstices) کی شحمیات پیداکوي چې په پایله کی داشحمیات دزړه دعضلاتی دیوال دنسجونوالتهاب (Myocardic Tissue) پیداکوي چې داومرګ ته ښه راغلاست دی داځکه چې دادزړه لپاره یوه ډېره خطرناکه ناروغې ده.
که یوڅوک دزړه معمولی تکلیف ولری اویائې هم ونلري اویوڅاڅکی الکحل(شراب) وڅیښی نوددې مطلب دادی چې دی دخپل ښکلی ژوندهیڅ پروانه لري اوخپل ځان پخپله دهلاکت وکندې ته غورځوي؛ الکحل(شراب) پرپښتورګوهم ژورې اغیزې لري، پښتورګي خرابوي اوله فعالیته ئې غورځوي که هغه دالکحلو(شرابو) هرډول وي که (Beer) بیروي، که (Spirit) سپرایټ وي اوکه (Wine) واین (عام شراب) وي، که دلیمواویابلې مېوې سره ګډوی اوکه نه وي تاوان ئې یوشانته دی.
نوربیا…