پکتياميډياسنټر او ننګ اخبار دفترونه بيرته پرانستل سول
د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار تړل شوي دفترونه چې د روان ميلادي کال د می په ۲۱ نېټه يې د ځايي ادارې لخوا فعاليتونه بند شوي ؤ؛ د پکتيا د ولايتي چارواکو لخوا يې مهر لاکونه پرانستل شول او د دغه ناقانونه کار له امله يې بخښنه وغوښتله.
په دې اړه د پکتيا ميډيا سنټر لخوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي چي د سه شنبې په ورځ د اطلاعات او فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين د دغو تړل شويو ادارو له استازو سره په خبرو کې وويل چې د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رئيس يې هم د دې ناقانونه کار له امله له دندې ګوښه کړی.
دغه مطبوعاتي دفترونه چې د پكتياولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست لخوا په تړل شوي و، د پكتيا ولايت د مقام په غوښتنه د يوه پلاوي لخوا چې پکې د ولايتي شورا، ملي امنيت، امنيه قوماندانۍ او اطلاعات او فرهنګ رياست استازي شامل و، پرانستل شول او د فعاليت اجازه وركړل شوه.
په ټاكل شوي پلاوي كې د پكتيا ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست استازي نجيب الله شاكري د دغو مركزونو د بيا پرانيستې پر مهال وويل:
دا مركزونه چې د پكتيا ولايت د اداري غونډې په تائيد د اطلاعات او فرهنګ رياست او اجرايه ارګانونو له خوا تړل شوي و، پر فعاليت يې لګول شوي بنديزونه ليرې کړل شول او زموږ اداره د دې کار له امله بخښنه غواړي.
بلخوا بيا د سې شنبې په ورځ د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزیر سيد مخدوم رهين په مشري د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالی کميسيون هم د پکتيا د ځايي ادارې دغه عمل ناقانونه او ناسم وګاڼه او د دفترونو د ژر پرانستلو امر يې ورکړ.
که څه هم د پکتيا ميډيا سنټر او افغان ننګ اخبار د تړل کېدو په اړه د پکتيا د ځايي ادارې دريځ دا و چې ګويا دغه دواړه دفترونه نا قانونه فعاليت کوي او په افغان ننګ اخبار کې ځینې راغلی مطالب سپکوونکي ګڼل شوي و؛ خو د مطبوعاتي سرغړونو د څار عالي کميسيون پر دغو رسنيزو ادارو لګېدلي تورونه بې ځايه وبلل او د دې دفترونو د فعاليت د ځنډېدو له امله يې خواشيني وښوده.