کندهار: پر ولسي وګړو او ملي اردو د بريدګر ښکاره محکمه وسوه

د لراوبر اداره | مې 31st, 2012


ملابشير د ميوند ولسوالۍ اوسېدونکي چي د لغمان ولايت د ٤٣تنو د وژني په تور د امنيتي ځواکونو لخوا نيول سوى وو نن په کندهار کي علنې محکمې ته حاضر کړل سو .
پر نوموړي موظف څارنوال په خپله جوړه سوې دعوه کي ادعا ده چي ملابشير ٤٣تنه د لغمان ولايت مسافر چي هلمند ته په لاره د درې سوه درې موټر څخه راکښته او بيا وژلي وه.
څارنوال همدارنګه زياته کړي چي ياد کس دوه قومي مشران خيرک ،محمدګل او يو انجينر الله داد ترور کړي دى او هم يې د ملي اردو پر کاروان وسلوال بريد کړي او دوه اکمالوونکي ټانکر موټرونه يې سوځلي دي.
ملابشير د ځان لپاره وکيل ونيوي چي هغه دفاعيه دليلونه وړاندي کړه او ياد کس يې بې ګناه باله او زياته يې کړه چي دغه کس د شخصي دښمنۍ له امله امنيتي ځواکونو ته په لاس ورکول سوى دى .
قضائيه پلاوي د مدعي او مدعي عليه تر دليلونو وروسته د ملابشير دوسيه بيرته څارنوالۍ ته ولېږل تر څو په دوسيه کي د نیمګړتیاوو او ستونزو د لېري کېدو وروسته بيا محکمې ته واستول سي.
د يادوني وړده چي تر دې وړاندي هم د کندهار په محاکمو رياست کي دې ته ورته علني محکمې جوړي سوي چي ګڼو کندهارښاريانو پکښي ګډون کړي وو.

Copyright Larawbar 2007-2024