کور / تازه خبرونه / پر خان محمد مجاهد د بريد تراح په شل کاله بند محکوم سو

پر خان محمد مجاهد د بريد تراح په شل کاله بند محکوم سو

کندهار افغانستان-دکندهار پخوانى امنيه قوماندان خان محمد مجاهد ١٤ مياشتي وړاندي د جمعې په ورځ په امنيه قوماندانۍ کي د ننه په يوه ځانمرګي بريد کي ووژل
د نوموړي د وژني په تور د هغه درې ساتونکي عطامحمد ،علي محمد او عبدالله نيول سوي وه او د پنجشنبې په ورځ يې علني ابتدائيه محکمه چي کندهار والي پوهنوال ډاکتر توريالي ويسا ، د ولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال ، دولتي رئيسان او کندهارښاريان هم حاضر وه ترسره سوه .
څارنوال په صورت دعوه کي عطامحمد پر قوماندان خان محمد مجاهد د سوي ځانمرګي بريد طرحه کوونکي او دننه قومانداني ته پر داخلېدو تورن کړى وو او علي محمد او عبدالله يې د نوموړي سره په همکارۍ او په دنده کي په غفلت تورن کړي هغه په صورت دعوه کي تورنو کسانو د قانوني جزا غوښتنه کول.
د صورت دعوې تر لوستلو وروسته قضايي هيئت تورنو سوو کسانو ته وخت ور کړ تر څو د خپل ځان څخه د دفاع په خاطر د ځان لپاره وکيل ونيسي ، ياهم خپله د ځان څخه دفاع وکړي او يادي هم چوپتيا اختيار کړي .
دريو واړو کسانو د ځانونو لپاره وکيلان ونيول چي د وکيلانو لخوا د فاعيه د ليلونه وړاندي سوه او تورن کسان يې بې ګناه وبلل .
قضائيه پلاوي د موظف څارنوال تر صورت دعوې او د وکيلانو د دفاعيه دليلونو تر اورېدو وروسته خپله پرېکړه اعلان کړه .
په پريکړه کي عطامحمد دکندهار پر پخواني امنيه قوماندان لوى پاسوال خان محمد مجاهد د ځانمرګي بريد طرحه کوونکي او را وستونکي وبلل سو.
چي د جزاد قانون د تروريستي جرمونو پر ضد دمقررې د ٣ مادې پر اساس په شل کاله بند محکوم سوو او پاته عبدالله او علي محمد ته يې د جلا جلا دوسيو د جوړولو غوښتنه وکړه .
عطامحمد وويل چي د تحقیقاتو پر مهال وهل سوی ټکول سوی دی او شکنجې ورکول سوي دي ، د نوموړي په وينا له ده څخه په زوره اقرار اخستل سوی دی ، نوموړی د نننۍ محکمې لخوا د اورول سوي سزا دعملي کېدو مخکي دوې نوري محکمې هم په مخ کي لري .