واڼه: د بې پیلوټه الوتکو برید، دوه وسله وال وژل شوي

لراوبر ټکی کام ( خيبرپښتونخوا ) | جون 2nd, 2012


واڼه – د شنبې پر سهار څه کم نهه بجې د قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان د واڼه په ډوګ کلي کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی چې دوه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.رسنۍ د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې برید کې هغه دوه وسله وال طالبان په نښه شوي دي چې د واڼه د ډوګ په کلي کې د طالبانو له مرکز سره نژدې پر موټر سایکل سپاره وو.ځايي خلک زیاتوي چې په وژل شوو وسله والو کې یو د ځايي قومندان ملا نذیر مهم کس وو چې رحمان الله نومیږي. په قبایلي سیمو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په دې ورستیو کې زیاتوالی راغلی دی.
امریکا په بیا بیا پاکستان ته ویلي چې پر خپله خاوره دې د وسله والو ضد عملیات وکړي خو پاکستان بیا دریځ خپلوي چې پر یو وخت په ډېرو ځایونو کې نشي جنګېدای.

Copyright Larawbar 2007-2024