یو امریکایی او یو برتانوﺉ پوځي ووژل شو
د امریکا د دفاع وزارت یعنی پنټاګن په خپله یوه اعلامیه کی تایید کړه چی یو امریکایی عسکر یوه اوونۍ وړاندی د وسلوالو لخوا په یوه حمله کی د لوګر ولایت په چرخ ولسوالی کی له ویشتلو نه وروسته ووژل شو ، خو اعلان یې د هغه کورنۍ ته د خبر ورکولو نه وروسته کیږی .
له بلې خوا ، د برتانیې د دفاع وزارت هم د یوې اعلامیې په ترڅ کی ومنل چی پرون وسلوالو د هلمند ولایت په نهرسراج کی یو برتانوﺉ عسکر په داسی حال کی وویشت او ویې واژه چی پلې ګزمه یې کول .