حاجي محمد حسن خان اڅکزی په حق ورسېدئ

مختار احمد احسان | جون 2nd, 2012


په ډیره خواشنۍ سره موخبر ترلاسه کړ چي حاجي محمد حسن خان اڅکزی نن د ۲۰۱۲ کال د می د مياشتي پر دوهمه نېټه سهارپرلسو بجو او دیرشو دقیقو د ۸۴-کلنی په عمر دالمان دایسن په ښارکي په حق ور سیدی .


انالله وانا اليه راجعون


مرحوم محمد حسن خان اڅکزی دحاجي محمد انورخان اڅکزی زوی اودمرحوم محمد علم بڅرکی کشروروروو . نوموړي دژبپوهني په برخه کې لوړي زده کړي کړي وې او په همدغه لاره کې یوعمر دلوړ استاد په توګه دنده تر سره کړې ده. په زرهاو زده کونکې يې روزلي دي او دپښتو ژبي دپاره یې نه هیرېدونکي خدمتونه هم تر سره کړي دي. په لسهاو علمي او ټولنیز کتابونه او اثار یې هم لیکلي دي .


حاجي محمد حسن خان اڅګزیمر حوم حسن خان اڅکزی دننګرهار په ولایت کي داطلاعات او کلتور دمرستیال په حیث خپله ورستۍ دنده تر سره کړې ده. د نوموړي څخه دوه زا من حاجي عبدالله ، حاجي روح الله اودوې لوڼي میرمن رحمت نساء،میرمن ګل غوتۍ، پاته سوې دي، چي اوس د جرمني په هیواد کي میشت دي . دجنازې اوفا تحې خبر به وروسته خپور سي .

Copyright Larawbar 2007-2024