کور / سياسي / نړيوال او اسلام اباد دي ۲۵ جون ته غوږونه او سترګي پرانيزي

نړيوال او اسلام اباد دي ۲۵ جون ته غوږونه او سترګي پرانيزي

د شپیتو کلونو راهیسې پښتانه د ظلم، بی انصافئ او لوټمار په ژرنده دلیږي. که یو خوا يي عملي وژنه روانه ده نو بل خوا يي اقتصاد، ټولنه، تعلیم، سیاست ، ان چې بندګي هم د ظلم زور او ګواښونو سره مخامخ ده. د ګران مشر محمود خان اڅکزي په مشرئ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جوړښت او بیا په ډیره چټکه توګه پرمختګ د نوي نسا سترګې وغړولې او هغوي د تور جناح او کهاجر لیاقت علی پر ځای د خپل  خوشال خان خټک، احمد شاه بابا، میرویس نیکه، ملک احمد بابا ، ګجو خان، او نورو پښتنو افغانانو مشرانو سره خپلې رېښې وموندلې او د خپل افغاني ملت او پښتنې غیرت په لاره روان شول.


دا خبره د ټولو پښتنو لپاره د ویاړ ده چې نن پښتانه ځوانان خپل شعور لري، خپله پوهه لري او په دی خبره پوهه دي چې زموږ لومړي مرام د خپل ګران او تاریخي افغان وطن دفاع کول دي. د دغه دفاع لپاره د محکوم افغان وطن پښتانه رایو کول، پوهه کول او د سازمان په صورت کې د پنجابی څخه د خپلواکۍ د اخیستلو لپاره ودرول او کتار کول لومړي ستراتیژي ده. پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره د دی چې د پنجابي او نړیوالو رسنیو ورسره مور د میری چلند کوي بیا هم په لکهونو پښتانه افغانان راجلب کړي دي. او په خپله میړانه او پښتنې همت يي په تیره میاشت کې ډیرې تاریخي غونډې کړی دی او لا هم دا لړۍ روانه ده . که د ګران وطن رسنۍ لکه شمشاد، اریانه، طلوع او نور کمک وکړي نو دا تحریک د پښتنو په تاریخ کې د یویشتمې پیړئ یو زوره ور تحریک جوړېدلی شی.


 پښتونخوا ملي عوامي ګوند په افغانستان کې د ګاونډي هیوادونو بربنډه لاس وهنه درول غواړي، د افغانستان استقلال، د خاورې بشپړتیا او خپلواکي باوري کول غواړي، په محکوم/غلام افغان وطن کې پراته پښتانه د چتراله تر بولانه یو کول غواړي، په کراچئ کې د پښتنو افغانانو او په کوئټه کې د هزاره افغانانو هدفي وژنې ته د پای ټکی کېښودل غواړي. د جنوبي پښتونخوا زراعت له بربادي څخه ژغورل غواړي. په مینځنې پښتونخوا (فاټا) کې د پښتنو مشرانو او عامو وګړو وژنه درول او له دغه سیمو څخه د نړیوالو ترهګرو عربو، چیچنو او پنجابیانو ایستل غواړي. دا ټول کارونه د ټول افغان په ګټه دي خو دا هرو مرو د اولس اخلاقي، سیاسي، ادبي، مالي شعوري او ځاني کمک ته اړتیا لري.


نړی لیدل غواړي چې څومره پښتانه د جنوبي پښتونخوا خپلواکه ایالت غواړي. څومره پښتانه سیال ژوند غواړي؟ څومره پښتانه په کراچې کې د پښتنو د قتل عام خلاف او کاروبارونو د ړنګولو خلاف راپورته کیږي؟ څومره پښتانه په ګران افغانستان کې د پنجابي د لاس وهنې خلاف راپورته کیږي؟ څومره پښتانه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په دی خبره راپورته کیږي چې موږ په بلوچ پښتون صوبه کې نور د دویمې درجې د ښاروال په توګه اوسیدلو ته بیخي نه یو تیار؟ څومره پښتانه د ناموس او عزت ژوند غواړي؟ څومره پښتانه د خپل قام په ننګ ودریږي؟


په دی سلسله کې په ۲۵ جون د کوئټې په صادق شهید پارک کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ له خوا یوه تاریخي غونډه ترتیب شوې ده. د افغان وطن هر بچي ته خواست دی چې په دی ملي کار کې له موږ سره مرسته وکړي. او چې څومره کولی شي د تاریخ په دی نازک پړاو کې خپل ملي غیرت او افغاني ننګ ښکاره کړي. ټولي نړۍ د پښتنو ږغ ته غوږ نیولی دی. دا ږغ ډیر په زوره کول غواړي.