کور / سياسي / ډي ډي ټي ( دوهمه برخه )

ډي ډي ټي ( دوهمه برخه )

 د لومړۍ برخي د پاره داځای کليک کړئ


بسم الله الرحمن الرحیم ـ موږ په تیره برخه کی نوﺉ « ډی . ډی . ټی » وڅیړی چی هماغه ډیموکراسی ، ډرګ او ټروریزم و ، او د هغه پر اول مرکب یعنی دیموکراسی مو روڼا واچول . اوس د دې مخفف دوهمه « ډی » چی هماغه ډرګ دی ، څیړو .


ډرګ یا مخدره مواد لکه چرس ، تریاک ، هیرویًن او نور د انسانیت دښمن دی او هر څوک چی د هغه معتاد یا عملی کیږی ، د ژوندانه د واقعیتونو څخه لیری کیږی ؛ د وهمونو او خیال په دنیا کی غرقیږی ، د عقل او تفکر کمزوری پکښی راځی ؛ آن دا چی ځان ، کورنۍ ، دین او دنیا له پامه غورځوی او په خیال پلو کی ژوند تیروی . له دې نه علاوه ، جسمی نا آرامۍ ، د اعصابو ضعف او د مسؤلیت نه احساسول پر غالب کیږی او د ټولنی د یو فاسد او اضافی غړي په توګه اوړی . مال یې چټی ضایع کیږی او کورنۍ یې پاشل کیږی ؛ حتی پر خپله ښځه او اولادونو هم رحم نه کوی او د هغوی د ورځنیو اړتیاوو څخه یې غلا کوی تر څو په هغه روپیو سره دغه ناپاک ، زیانمن او شیطانی مواد رانیسی او د هغه د حاصلولو لپاره آن هر ډول رذالت او پستۍ ته هم حاضریږی .


لنډه دا چی د مخدره موادو استعمال د جسمی ، روحی ، اخلاقی ، اجتماعی او اقتصادی زیانونو لرونکي دي چی ټولنه برباد او تباه کوی . له بده مرغه لذت او آرامي یې مؤقتی وی ، نشه یې په سُستۍ کی نغښتې او غیرت یې په صفر کی ضربیږی .


د یادولو وړ مهمه خبره دا ده چی بشری ټولنو د مخدره موادو استعمال بند او منع کړی دی . په دې کی شک نسته چی په دیموکراسي ټولنو او اسلامی شرعیت کی د ډرګ سره د مبارزې طریقې سخت فرق سره لری . دیموکراسي ټولنی ډرګ په سطح کی حرام بولی ، خو اسلام هغه له تله حرام کړي دي . دیموکراسي ټولنی د ډرګو کرنه ، قاچاق ، کاروبار او استعمال د داسی قوانینو او مقرراتو په ذریعه  یو څه کنټرولوی چی د زور ، جبر او تهدید سره مل وی . ولی په دې اړه د اسلام کړنه او برخورد الهی منبع لری چی غوڅ ، ټولیز او بېله استثنأ دی .


دیموکراسی ټولنی د ډرګو د کنټرول او مخنیوي په خاطر په ملیونونو او بلیونونو ډالره ضایع کوی . د دې کار لپاره یې بې شمیره مؤسسې ، انجوګانی ، تبلیغات ، اعلانونه ، خپرونی او په لکونو آن ملیونونو پرسونل استخدام کړي او ګومارلی دي . صرف امریکا په ۲۰۱۰ کی د مخدره موادو د اعتیاد د کنټرول او مخنیوي لپاره ۱۵ بلیونه ډالره مصرف کړي دي .


ولی په دې هکله د اسلام دریځ او عمل باالکل واضح او صریح دی . په اسلامی شرعیت کی د حرام ځانګړنې عامی او ټولیزه دي او داسی څه نسته چی پر یو خاص فرد یا ملت باندی حرام وی خو بل فرد یا ملت ته بیا حلال وی ؛ آن هیڅ مسلمان دا حق نه لری چی هغه څه چی پر غیر مسلمان باندی حرام وی ځانته حلال وګڼی . الله تعالی د ټول عالم خدای دی او شرعیت یې هم عام او ټولیز دی . نو هر څه چی حلال وی د ټولو لپاره حلال دي او هر څه چی حرام وی د ټولو لپاره همیشه حرام دي ؛ دا چی څوک یې نه مراعاتوی د هغوی خپله ګمراهي او ګناه ده .


قرآن مجید د المایًده سورت په ۹۰ او ۹۱ آیتونو کی شراب ، قمار ، بت لمانځنه او بخت معلومونه سخت حرام کړي دي . رسول الله (ص) فرمایی چی « هر نشه کونکی یا مست کونکی شی شراب دی او هر ډول شراب حرام دی . » حضرت عمر (رض) د رسول الله (ص) د منبر څخه خلکو ته داسی اعلان وکړ : « هر هغه شی چی عقل له منځه یوسی خمر ( شراب ) نومیږی . »


نو مخدره مواد هم ځکه په دغو موادو کی شمیرل کیږی چی « عقل له منځه وړی . » مخدره مواد په خمر کی راځی او هر څوک چی په هر ډول هغه ته ورنږدې سی یا د هغه پلورل او پېرېدل وکړی یا یې د هغه په تهیه کولو کی د چا سره مرسته کړې وی ، د الله (ج) او د هغه د پیغمبر (ص) د لعنت وړ دی .


په اسلامی شرعیت کی یوه ټولیزه او ثابته قاعده دا ده چی : « پر مسلمان حرام دی او حق نه لری چی داسی خواړه یا څښاک استعمال کړی چی د نوموړې انسان د ګړندي یا ځنډني مرګ باعث وګرځی . » مهمه دا ده چی یو مسلمان باید پوه سی چی یوازی د خپل نفس یعنی ځان لپاره مسؤل نه دی بلکی د خپل دین ، خپل ملت ، خپل ژوند ، خپل صحت او خپل مال په وړاندې هم مسؤل دی . د خدای نعمتونه د امانت په توګه د انسان په اختیار کی ورکول سوي دي نو ځکه باید د هغه په مقابل کی خیانت او بې باکي ونسی . الله تعالی فرمایی چی « خپل ځان د هلاکت او بد بختۍ سره مه مخامخ کوﺉ » ( البقره : ۱۹۵ ) .


هر څوک په دې ښه پوهیږی چی د مخدره موادو خصوصأ تریاکو او هیرویًینو کرل ، تولید او صادرول په اسلامی هېوادو مثلأ افغانستان ، پاکستان ، مرکزی آسیا او نورو کی کیږی ؛ خو د دې هر څه سره سره بیا هم د دغو هېوادونو خلک خورا لږ په دې بلا معتاد او عملیان یې دي حال دا چی په دیموکراسي هېوادونو کی دغه شمیر ملیونونو ته رسیږی .


ځکه نو لویدیځو قدرتونو او منابعو په اسلامی هېوادو کی داسی شرایط ایجاد کړي دي چی له مخي یې د دغو هېوادو اتباع په دغه بلا کی راګیر کړي دي . لکه څنګه چی همدا نن یې عملأ وینو چی د « وارداتی دیموکراسۍ » په لسیزه کی د افغانی معتادانو شمیر د ملګرو ملتونو د راپور له مخی د صرف څو نفرو څخه یو میلیون ته رسېدلی دی . صرف په کابل کی شپېته زره معتادان وجود لری . ځینو لویدیځ پالو به ویل چی امریکا به د عسلو او شیدو ویالې ورسره راوړی ، خو عملأ مو ولیده چی هغوی پر افغانانو یوازی ګناه او اور ولورل او بس ! فاعتبروا یا اولی الابصار ( ن . صمد )