کور / خبرتیا او پيغامونه / په ډنمارک کې د کونړ سیند دودیزه مشاعره

په ډنمارک کې د کونړ سیند دودیزه مشاعره

په ډنمارک کې د کونړ کولتوری ټولنه د خپلو فرهنګپالو هیوادوالو په مرسته او ګډون ، د خپلو نورو کولتوري هڅو په دوام ، په پام کې لري چې دا ځل د ۲۰۱۲ ز کال د جون د میاشتي پر ۲۳ نیټه په کوپنهاګن کې د کونړ سیند دودیزه مشاعره
د یو لړ ځانګړو مراسیمو په ترڅ کې تر سره کړي. د ټولنې د مشرتابه جرګه ګۍ په ګران هیواد افعانستان ، ډنمارک او د نړۍ په بیلابیلو هیوادونوکې میشتو درنو شاعرانو، فرهنګپالو، هنر مندانو د هنر او ادب مینه وال ته په ډیر درنښت بلنه ورکوي، چې په دغه مشاعره په خپلې مخامخ برخې اخیستنې او یا د خپلو ادبې او هنري اثاروپه رالیږلوزموږ مشاعره لاپرتمینه کړي.
یاده دي وي چې ددغه څپاند سیند په یاده نماځغونډه کې ددرنو شاعرانو د شعرونو تر څنګ د مستی موسیقۍ او اتڼونو برخي ته هم ځای ورکړل شویدي.
په درنښت
پته
Høje Gladsaxe skole,skolesvnget 10
2860søborg
دجون د میاشتي ۲۳نیټه د شنبي ورځ د۲بجي
د اړتیا په وخت د اړیکو شمیری
1- 004530521427
2- 004527118405


3- 004520437268
4- 00453121937103


د بریښنا لیک kultur@rasa.dk
یادونه
هغه درانه ښاغلي او اغلي چې په یاده مشاعره کې د ګډون نیت لری په پورتني بریښنالیک دی موږ ته راولیکۍ