کور / خبرتیا او پيغامونه / د فاتحې خبرتیا – اوسلو ښار ( ناروې)

د فاتحې خبرتیا – اوسلو ښار ( ناروې)

ډاکټر نذیر نعیمي، ډاکټر لعل محمدخان نعیمي، ډاکټر غلام رباني اسمعیل خېل او انجنیر شوکت الله نعیمي د خپلې خور د مړېنې له کبله، چې جنازه یې د تېرې شنبې په ورځ په لغمان کې خاورو ته سپارل شوې، دوستانو ته خبر ورکوي چې د مرحومې فاتحه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جون د میاشتې په لسمه، د ماسپښین له دوه نیمو بجو نه تر څلورو بجو پورې د اوسلو د ښار د فوروسیت په سیمه کې د افغانانو په جومات کې اخیستل کېږي .