هلمند: ملي اردو ۲۷دکانونه سوځولي دي

د لراوبر اداره | جون 5th, 2012


د هلمند ولايت د ګرشک ولسوالۍ د يخچال په سيمه کي د نوي پرانستل سوي بازار ټوله ۲۷ د مالونو ډک دکانونه د ملي اردو سرتېرو سوځولي دي .
د ولسوالۍ چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل چي د پېښي په سهار ملي امنيت ددې پيښي په اړه خبر ورکړی و او ويلي يې وه چي د بازار په سوځولو کي ملي اردو لاس درلود .
د ملي اردو سيمه ايز قومندان په پېښه کي د خپلو سرتيرو د لاس لرلو څخه بېخبري ښيي خو وايي چي تېره اوونۍ په دې بازار کي وسله والو طالبانو د ملي اردو ۲ سرتيري وژلي و .
د سيمي خلک وايي چي ملي اردو د خپلو ۲ سرتيرو تر وژل کېدو وروسته دغه بازار ته اور واچاوه او د بيلابېلو مالونو ډک دکانونه يې د اور لمبه کړل . دوی وايي چي ملي اردو له دوی غوښتي چي په سيمه کي د طالبانو امنيت ونيسي ، خو يوه تن ازادۍ راډيو ته وويل چي ملي اردو د خپل قوت او وسلو سره د طالبانو مخه نسي نيولای ، موږ څنګه په خالي لاس د هغوی مخه ونيسو .
د يادوني وړ ده چي د هلمند ولايت مقام تر اوسه ددغي پېښي په اړه غبرګون نه دی ښوولئ .

Copyright Larawbar 2007-2024