کور / سپورټي / د نابيناو سپين غر لوبډلي تمرين پيل کړ

د نابيناو سپين غر لوبډلي تمرين پيل کړ

دسپين غر زون دنابينايانو لوبډلي له جوړيدو وروسته خپل تمرينات  پيل کړل .
دکرکټ بورډ دختيځ زون لوى امر قرارعزيزي وايي  دغه دولس تنو نابينايانو نن دسې شنبې په ورځ دجلااباد ښار په سراج العمارت بڼ کې خپل تمرينات پيل کړل .



هغه زياته کړه ددغه لوبغاړو په بيټ اوتوپ کې داسې څېزونه اچول شوي چې اواز (شړنګيږي ) لري او کله چې توپ دتوپ وهونکي اوياهم توپ ګېرونکي لورې ته ځي نو نابينا لوبغاړى دهغې له اواز څخه پوهيږي چې توپ يې پرخوا راروان دى .



دعزيزي په وينا ددغه لوبډلي دپرمخ وړلو په برخه کې راسره سويډن مؤسسه همکاري کوي او دلوبغالې برابرول،روزونکى ټاکل او نورې تخنيکي چارې دکرکټ بورډ دختيځ زون ادارې پرغاړه دي هغه دسويډن مؤسسې له ادارې څخه مننه وکړه چې دکرکټ په پرمختګ کې له دوى سره همکاري کوي .
په همدې حال کې دسويډن مؤسسې استازي شاه خسرو وويل چې دوي يادو لوبغاړو ته لباسونو په برابولو،په اونۍ کې يوځل تمرين ورکولو اوپه يوشمير نورو برخوکې دسپين غر زون دنابينايانو لوبډلې سره مرسته کوي .
ديادې لوبډلې مشر فضل غني وايي که څه هم دوى په سترګو څه نه ويني خو که سهولتونه ورته برابر شي نو کولاى شي دنورو خلکو په څير کار وکړي چې ښه بېلګه يې دکرکټ لوبه ده .
هغه زياته کړه که ښه روزنه ورته ورکړل شي ژر ده چې دوى دنورو روغو لوبغاړو سره سيالۍ هم ترسره کړي
ديادونې وړده دسپين غر زون دنابينايانو په لوبډله کې فضل غني،صميم،عمران،سليمان،نصيب الله،عبدالحميد،بريال،منګل،نصير،بصير،صفى الله اوبلال شامل دي