کور / تازه خبرونه / په هلمندکي له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي

په هلمندکي له نړيوال معيارسره سم ښارگوټى جوړيږي


ددې ښارگوټي د جوړولوپه اړه د سه شنبې په روځ په لښكرگاه كې د يوې غونډې په ترڅ كې چې پكې د هلمند والي محمد گلاب منگل،په ابوظبي كې د افغانستان پخواني سفيرراشد الدين محمدي ورسره ملگرواود هلمند گڼ شميرپانگوالواوقومي مشرانوگډون درلود معلومات وړاندې شول.
په سركې ښاغلي راشد الدين د خپلې وينا پرمهال په هلمند كې ترسره شوي پرمختگونه وستايل ،دا پرمختگونه يې په دې ولايت كې د ښه مديريت پايله وبلله اوزياته يې كړه چې ددې ولايت پرمختگونوته په كتوسره په دوبى كې الوطنيه كمپنى هوډ كړى چې په دې ولايت كې يونمونوي ښارگوټى په عصري اونړيوال معيارچې ټولې آسانتياوې به پكې موجودې وي جوړكړي.


د نوموړي په وينا چې هلمند يې ځكه ددې ښارگوټي لپاره غوره كړترڅونړى ته وښيي چې په هلمند كې د تيرونا امنيوټغرټول شوى اوپكې هرډول پرمختگ ته لاره هواره شوې ده.
ده زياته كړه چې دا پروژه په خصوصي سكتورپورې اړه لري اود متحده عربي اماراتوپه هڅوچې له وړاندې يې په دې ولايت كې پروژې پلې كړې دي ترسره كيږي.


ورپسې د هلمند والي محمد گلاب منگل د خپلې وينا پرمهال وويل چې په دې ولايت كې يې د يوه پرمختللي ښارگوټي د جوړولولپاره ډيرې هڅې ترسره كړې دي اودا مهال ددې ښارگوټي جوړول د ده د آرمانونويوه برخه ده چې پوره كيږي.
نوموړي په ډاگه كړه چې دا ښارگوټى د پنځه زره كورنيولپاره په دې ولايت كې چې ټولې آسانتياوې به ولري جوړيږي اوپكې به شاوخوا ۳۵ زره كسان هستوگن وي.
دده په وينا چې هڅه كيده چې دا ښارگوټى د هيواد نوروولايتونوته وليږدول شي خوزموږ د هڅوپه پايله كې دې پروژې ته هلمند ټاكل شوى دى.


د يادونې وړده چې ددې ښارگوټي نقشه د افغانستان د هوا اوطبعيت ،كلتورفرهنگ اودودونوسره سمه ډيزاين شوې شپږمياشتې وروسته به يې چارې پيل اود دوه نيموكلونوپه موده كې به بشپړشي.