په کندهار کي د حج دفريضې د پاره نوم ليکنه پيل سول

د لراوبر اداره | جون 7th, 2012


کندهار افغانستان- په كندهار ولايت كښي بيت الله شريفي ته دتلونكوحجاجو د نوم ليكني لړۍ رسما پيل او تر بشپړيدو ورسته دنوم د را وتو په موخه پچه اچونه ترسره سوه
د چهارشنبي په ورځ د كندهار په سپورټي لوبغالي كښي په داسي حال كښي چه دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال ترڅنګ دحج او قافو د وزارت څخه راغلي پلاوي د ولايت مقام لخوا نموړي پروسي ته د دولتي ادارو درئيسانو څخه د ټاګل سوي كميسون غړو او د ولايتي شورا استازو هم ګډون درلود دغه پروسه پيل سوه .

دسږ كال حج ته تلونكو كسانو د نوم ليكني لړۍ رسما د سهار پراوه بجو پيل او تربشپړيدو ورستي يي بيت الله شريفي د نوم راختو په موخه يي كره كشي ترسره سوه .

دولايت مقام مرستيال عبدالقديم پتيال دنورو كلنو به پرتله سږكال په كندهار كښي نومړي پروسه شفافه وبلله او وويل چي
د اړوند كميسون او د استازو په مخ كي يي د كندهار ښار د حج ته د تلو لپاره ۱۵۰۰ كسانو نومونه يي ليكلي او په شفاف ډول يي د قرعه كشي په ډول د ۵۰۰ كسانو نومونه را ايستلي دي .
د ولايت مقام له لوري حج ته د تلوونكو كسانو لپاره د ټاكلي كميسون استازي سيدجان زيار كښ هم ياده پروسه شفافه وبلل هغه له مركزي دولت څخه ګيله وكړه چي كندهار ته يي لږه برخه وكړي ده او په عين وخت کي نوموړي غوښتنه وكړه چي په راتلوونكي كي دي دي ټكي ته پام وسي .
د يادوني وړه ده چي د مركز له لوري د كندهار څخه و بيت الله شريفي ته د ۱۱۰۰ كسانو لپاره سهم وركول سوي چي د چهار شنبې په ورځ د ښار د خلګو ترمنځ نوم ليكنه او قرعه كشي تر سره سوه او د پنځ شنپې په ورځ به د ولسواليو د اوسيدونكو ترمنځ نوموليكنه او قرعه كشي تر سره سي .

Copyright Larawbar 2007-2024