کور / کیسه / له ازاره چابازارموندلی نه دی

له ازاره چابازارموندلی نه دی

کریم خان دخپل کلی زورور او دولتمن و.په جرګو او مرکو کی به له نورو سپین ږیرو دحجری او دیري په برسر کی ناست و.سپیني جامی به يي اغوستي وي ښکلي او غټه ږیره به يي همیشه دشړشمو په تیلو غوړه کړي وه .پټکی به یی له کبره په سر کوږ تړلو .تل به يي هڅه دا وه چي خپلي روا او نارواخبري دجرګي په نورو غړو او مشرانو ومنی .کله به چی دکریم خان له خبرو سره کوم سپین ږیري او مشر مخالفت وکړ ،نو کریم خان به دمنفي اشاري په کولو . دسرپه خوزولو اوله ژبی به یی یو ډول اواز (څه)وویست او رنګ به يي سور شو .په ښکاره به يي ډیر څه نه شو ويلی .خو کوم کس به چی دهغه خبروسره موافقه نه کوله او مخالفت به يي کولو نو ضرور به يي ورته کنده ویستله ،یابه يي له نورو کلیوال سره په لانجه اچولو یابه يي پري داسي تورلګولو چی د حکومتي چارواکو په نظر کي يي بد راولي ،هغوي ته يي داسي معرفی کړي ګنی ددولت مخالف دی..داسي ډیر قومی مشرانوداسی کړی دی.ډیرپه دی تورونو دزندان دتورو تمبو شاته کړي و .کریم خان به بیا دورانو خلکو ترمنځ ګرځیده دروغي جوړي په نوم به يي داختلافاتو زیاتولو لپاره ددواړو لورو ترمنځ شیطانت هم کولو.ډول ډول دروغ به يي یوبل ته وییل خو په اصل کی به په لانجه کی ښکیلي خواوي پدي نه وي خبري چي ستونزه ټوله دکریم خان دځان غوښتنی له امله رامنځ ته شوي ده.

دخلکو ترمنځ په لانجو کی خو دکریم خان ګټه وه .یو خويي دروغي جوړي په نوم دمیلمستیاو میدان ګرم و او له بل لوري يي تریوه وخته هڅه کوله چی دجرګی په غړو خپلي خبري تریوه حده ومنی .تریوه وخته یی دلوبي میدان په خپل واک کي اخستی و،میلي چړچي رواني وی .کوم زړه سواند قومی مشر به چي دکریم خان په منافقت پوه شو ،نو دنصیحت په ډول به يي ورته وویل کریم خانه دا تا څه پیل کړي دي .ستا له لاسه په کلی کی دښمنۍ شروع دي .یو مسلمان له بل سره جوړ ندی .هره ورځ په کلي کي نوی دښمنۍ پیداکیږي .ته خبر يي چي داسلام په مقدس دین کي شیطانت او منافقت څومره ستره ګناه ده او دغه دول کسانو ته الله پاک دکوم ډول عذاب ورکولو ژمنه کړي ده .کریم خان څخه هرڅه هیر و،په خبل مال دولت او چالاکي مغرورو ،دچا خبرو پري اغیز نه کولو .چابه چی ورته نصیحت کول ورته به يي وييل تاسو اوزګار شوی یاستئ .خپله څه نشي کولی او ماهم له کاره باسئ . خو لکه چی وايي ددرواغو مزل لنډ وي .بلاخره خلکو دکریم خان اصلي څیره وپیژندله .کریم خان رسوا شو.په کلي کورکی به خلکو ددي پرځای چی ورته کریم خان ووايي یايي دروغی جوړي جرګو ته دعوت کړي .نو غټو او وړو ورته دشیطان کریم نوم اخستلو ،نه چا جرګي ته غوښته او نه هم په نورو کارونو کی چا ورته دسړي په نظر کتل .کریم خان چی پوه شوچي په ټولنه کي يي اهمیت له لاسه ورکړی دی .په شیظانت او نورو ناوړو کارونو يي خلک خبر شوي .اونوريي په یوه خبره هم څوک باور نه کوي .نو دبیت الله شریف حج ته لاړ .کله چی له حج څخه راغی نو خلکو ګمان کولو چی کریم خان به دحج کولو سره ښه شوی وی .دشیطانت کارونه به يي پري ایښي وي .خو دکریم خان ښوي او کارونو کی هیڅ توپیر نه و راغلی .خلکو بیاهم دحج په خاطر ورته یو څو ورځي صبر وکړ .یو خبرو ته يي ورته غوږ ونیولو خو چی پوه شو په کریم خان کی هیڅ بدلون ندی راغلی ،نو ټولو به وییل چی

د مکې په بزرګۍ کی هیڅ شک نشته
مګر خربه حاجی نشي په طواف

خلکو به ورته بیا حاجی شیطان غږ کولو او دکریم دب دبه او کبر دخاورو سره خاوري شو او کله چی يي ځانته پوره پام شو ،نو اعصاب يي له لاسه ورکړي و،دخلکو ښیري او ازار ورپسي شوی و.لیونی و.دلیونتوب په لومړیو ورځو کی خو به یی یوازي دلاسونو ګوتي شمیرلي .خو کله چی زیات شو نوبیابه يي خپل سر دیوالونو سره وهلو .اوس خلک ورته کریم خان ،حاجی شیطان او نور نومونه نه اخلي اوس ورته یوازي یو غږ کیږي لیونی کریم .ماشومان يي په کاڼو ولی .کله چی په کومه کوڅه اولاره کی راښکاره شي نو ماشومان ورپسي کیږي .په کریم خان دکاڼو باران وي او ورپسي دکوچنیانو داغږونه چی کریم لیونی په کاڼو وولئ .ډیر خلک يی ازار کړي دي .کریم لیونی کریم لیونی .خو په کریم دهیڅ ماشوم رحم نه راځي چی دکاڼو له ویشتلو لاس واخلي .کریم هره ورځ دکلي په کوڅوکي په چغو سر وی اوله خلکو غواړي چی ماشومان تري منع کړي او یوازي يي پریږدي .خو کریم لیوني ته دخپلو کړو کارونو سزا رسیږي .

حمید مومند څه ښه ویلی دي

خدای دی نکړی چاته وازي دازار خولې
دغه خولی دی په ازار کي دخمار خولی

دیوي خولي له ازاره وویریږه
که په عمر دي دعاکاندي هزار خولي