روزګان د پوهني په برخه کي جدي پاملرنه غواړي

د لراوبر اداره | جون 7th, 2012


سيد ابراهيم شاه سادات


 


 


دارزګان ولایت یودهغوولایتونوده جملی څخه دی په کوم کی چی امنیت ده پخواپه پرتله ډیر ښه سوی دی خوبیاهم په دی ولایت کی په هیڅ برخه کی ده پام وړپرمختګ نه لیدل کیږی اوپه خاصه توګه ده پوهنی په برخه کی ډیروروسته پاتی دی اوورځ تربلی یی حالت لانورهم پرشاتګ کوی نوموړی یوزراعتی ولایت دی اود اوسیدونکو اقتصادی وضعیت یی په ټیټه کچه کی قرارلری اوزیات شمیرخلګ یی خپل عایدات ده ځمکی دکرکیلی څخه لاسته راوړی ده دی ولایت زیات شمیروګړی پښتانه په دویمه درجه کی هزاره او نور قومونه هم په لږشمیرمیشته دی


راځو ده دی ولایت دپوهنی اوزدکړی بهیرته چی ددی لیکنی اصل هدف اوموضوع ده لکه څرنګه چی په داتیرلسوکلونوکی په ټول هیوادکی دپوهنی په برخه کی څه ناڅه پرمختګ لیدل کیږی غواړم چی ده ارزګان دپوهنی په اړه تاسوته څه ناڅه معلومات وړاندی کړم ده ارزګان ولایت شپږ اولسوالی لری اوپه شپږو واړو کی په پښتنومیشتوسیموکی هیڅ ده انجونو لیسه وجودنلری لیسه خوپریږده چی هیڅ ابتداییه ښوونځی هم شتون نلری یوازی اویوازی ده دی ولایت په مرکزترینکوټ ښارکی یوه ده ملالی لیسه شتون لری چی ده دی لیسی زده کوونکی ده مسلکی ښوونکوده نشتوالی سره په جدی توګه لاس اوګریوان دی ده بلی خوازده کوونکی اوښوونکی ده ناپیژانده ډلوټپلولخواڅخه په یواوبل ډول ګواښل کیږی اودوژنی اخطارونه ورکول کیږی څواونی دمخه دسهارلخوازده کوونکی ښوونځی ته ده تګ په حال کی ول چی ده ښوونځی مخی ته یوه درنه چاودنه وسول چی له نیکه مرغه هیڅ ځانی اومالی زیان یی نه دی لرلی داسی پیښی په څوڅوځله رامنځته سویدی ده داټولوننګونو برسیره هم زده کونکی په ډیره مینه اوعلاقه په ښوونځی کی دلیک اولوست زدکړی ته لیوالتیا ښیی اوهرسهارده سرپه سودا له کوره په دی هیله اوامید راوزی چی په راتلونکی کی ده خپل وطن اوددی بیوزله اولس ده خدمت لپاره وسیله وګرځی لاکن ده اړوندمسولینولخواده دوی دی میړانی اوقربانی ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږی چی په پایله کی یی ده زده کوونکو ټولی هیلی اوارزوګانی په سیندلاهوسی اوټول وخت یی هسی بی ځایه تیرسی.


 ده هلکانولپاره ښوونځی سته خوهغه هم ده مسلکی ښوونکوده نه شتون له کبله ده اداری اودولت څخه سرټکوی تجربه لرونکی اوبااستعداده ښوونکی په موسساتوکی په جګومعاشاتوکارکوی ولی چی هغه معاش چی په اوسنی حالاتوکی ده دولت لخوایوښوونکی ته ټاکل سوی دی هغه معاش یوازی اویوازی ده وچووړوهم بسنه نه کوی دتکړه اوبااستعداده ښوونکونه موجودیت ده دی لامل کیږی چی ددغولیسوفارغین تل ده کانکورپه ازموینوکی د ناکامی سره مخامخ کیږی اوده کلونوکلونوده زیاراوخواری وروسته پرکورکښینی  ده دی ولایت مرکزی لیسه چی سیدال خان لیسه نومیږی یوی خواته یی دولایت مقام اوبلی خواته یی دپوهنی ریاست موقعیت لری تیره ورځ ده څوملګروسره ورغلم اودنژدی څخه می ولیدل ټول تعمیر په پاخه اواساسی ډول جوړسوی وو اوهرهغه څه پکښی لیدل کیدل کوم چی ده یوی ښوونځی لپاره اړین وی هغه وخت می ډیرده خوشالی احساس کاوه  خوچی ده زده کوونکوسره مو ولیدل اوده درسونوپه اړه مو پوښتنی اوګرویږنی پیل کړی هغه ټولی خوشالی موپه خواشینی واوښتی یوه زده کوونکی راته وویل زموږدرسونه هیڅ ده قانون اومقرراتو سره سمون نلری دلته هیڅ اداره وجودنلری داسی ښوونکی سته چی په میاشتوموهم په سترګونه دی لیدلی ښوونځی اوس ده شخړو میدان ګرځیدلی دی هره ورځ شخړی اوجنجالونه رامنځته کیږی چی یوه بیلګه یی ده تیری  ورځی شخړه ول چی ده دووډلوترمنځ پیښه سول چی په پایله کی یی یواوبل په لرګیو اوچاقوګانو سخت ژوبل کړل اوداسی نوری ده تاوتریخوالی اونوروستونزوپه اړه یی بشپړ معلومات راکړل.


په ډیری خواشینی سره ټول ملګری ده لیسی څخه راووتو پرلاری می دا چرت واهه چی دا ښکلی تعمیربه څه ګټه ولری چی په هغه کی نظم اوډسپلن نه وی اوداښایسته ټولګی به څه ګټه ولری چی په هغه کی درس نه وی او ده دی تعمیرپرځای چی خیمی وای خوچی تکړه ښوونکی اودرسونه وای ده دی ښوونځیو مثال ده هغه انارپه شانتی دی چی ده باندی څخه تک سورښکاری خوچی مات یی کی دننه توره ایره وی اوبل دا چی دامو ده ولایت په کچه دمرکزی لیسی حالت دی نوپه اولسوالیوکی به څه حال وی ده ټولواړونده مسولینوڅخه می داغوښتنه ده چی یاخوتجربه لرونکی ښوونکی په دندو وګماری چی زده کوونکی څه زده کړی اوراروان نسل خوموددغه بیسوادی له ناروغیه وژغورل سی او په ټولنه کی ده یوفعاله ښاری په توګه ژوند وکړی اوکه ده دی توان نلری نوبیا دا په نامه لیسوته قلفونه واچوی چی ده ځوانانو وخت موبی ځایه تیرنه سی لږترلږه یوبل کسب اوکارخوبه وکړی چی په راتلونکی کی یی په کارورسی اودټولنی پیټی دروندنه کی .


په درنښت

Copyright Larawbar 2007-2024