کور / تازه خبرونه / زابل: دولايتي شورا پر پخوانی مشر وسله وال بريد وسو

زابل: دولايتي شورا پر پخوانی مشر وسله وال بريد وسو

دزابل دولایتی شورا پخوانی ریس او اوسنی غړی دوسله والو دبرید څخه روغ وتلی دیوشمیر ترلاسه شویورپوټونوله مخي دجمعه ورځ زابل یوځل بیا دڅلوروامنیتي پیښوشاهد وه .پدغه ولایت کی نن دجمعه په ورځ په مرکزقلات کی دولایتي شورا پرپخواني رئیس اواوسني غړي محمد هاشم ګرانۍ برید شوی چی په ترځ کی نوموړي تري روغ وتلي خو یوساتونکی یی وژل شوی دی .


دزابل دوالي ویاند شریف الله ناصري دپیښه دپخلي ترڅنګ په سرخوګان سیمه کی دڅلوروسله والوطالبانودوژلواوپه شاه جوۍ ولسوالي کي لورونوروترهګرودنیولوخبرورکوي .نوموړي وایی په نوبهار ولسوالۍ کی دماین په چاودنه کی دملي امنیت دیوه ساتونکي دوژل کیدواویوه بل دټپی کیدو خبره هم تایدوي .ناصري وایی په سیمه کی پلټونکی عملیات پیل شوی اوددولت دوسله والومخالیفینودنیولوپه لټه کی دي.


وسله والوطالبانو که څه هم دنیول شوی اووژل شویوکسانوپه اړه څه ندي ویلي خودولایتي شورا پروکیل دبرید مسولیت پرغاړه اخلي .دطالبانوویاند قاري یوسف احمدي وایی په برید کی یی دولایتي شورا دوکیل دوه ساتونکي وژلی دی . ها خوا دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شیرزاد وایی ددغه ولایت ټولوولسوالیوته یی ددولت دوسله والومخالیفینودبریدونودمخنیوي په موخه اکمالات کړي او هڅه کوي چی دسیمه پرمهمونقطوامنیتي تدابیر زیات کړي .