کور / شعر / خوني توپان

خوني توپان

خدایه واخلې دا نامرده مزدوران

دا خرڅ سوي دا مخ توري خاينان

له آمو تر اباسينه، له کونړه تر هراته

د افغان مېنه سوه اور د جنگ ميدان

کور په کور، کلي په کلي محشر جوړ سو

هم په سرو وینو رنگين ښار و بيابان

د ناورين مېچني څرخي پر سرونو

هره خوا آه و ناله، درد و فِغان

طيارې دي که ډرونونه که ټانکونه

هر څه سوځي، لمبې بلي تر اسمان

مزدوران په ارگ کي ناست دي نندارې کړي

پردي گرځي زموږ په خونه او دالان

قتليي مو، لوټيي مو، شرميي مو

نه خوندي مو دئ ناموس نه سر وځان

د بابا وطن يې وسپاره پردو ته

تو، لعنت پر داسي مشر بې ايمان

د مريانو په دود ناڅي خپل بادار ته

کږه غاړه او مړ ې سترگي پادَوان

ډېر يې نېست کړه دې خونخورو تاړاکگرو

ډېر به نېست کړي لا په دې خوني توپان

ډېره وْلاړه لږ وَلاړه ده هارونه!
د سِتم ، خيانت همېش دئ لنډ دوران