د سرپُل ولایت جېل مات سو
بی بی سي نړیواله څانګه او اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی طالبانو تیره شپه د یوې منظمی حملې په ترڅ کی د سرپل ولایت پر محبس حمله وکړه چی له امله یې ګڼ شمیر بندیان وتښتول . راپور وایی چی لومړی د غټ دېوال په بېخ کی درنه چاودنه وسوه او هغه ونړېد . وروسته هغوی د درو خواوو څخه حمله وکړه چی په نتیجه کی یې جېل مات کړ او بندیان یې وتښتول .
حکومت وایی چی دیرش بندیان وتښتېدل خو ۱۶ مو بیرته ونیول ، درې ووژل سول او ۲۸ هم زخمیان سول . خو طالبان وایی چی ۱۷۰ بندیان مو وتښتول .
راپور زیاتوی چی پنځلس میاشتی مخکی هم طالبانو د کندهار جېل ته یو اوږد تونل غځولی و چی په آرامۍ سره یې خپل ۴۷۰ بندیان تښتولی وو .