کور / تازه خبرونه / طالبان: د سره صليب فعاليتونه د ستايني وړ دي

طالبان: د سره صليب فعاليتونه د ستايني وړ دي

د طالبانو د امارت په نامه يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي د سره صليب نړۍ واله اداره چي په افغانستان کي له شاوخوا ديرشو کالو راهيسي په بې طرفه توګه فعاليت کي کارونه يې د ستايني وړ دي.
طالبان وايي د هري هغي ادارې چي کارونه يې د عام افغان ولس په ګټه وي او په افغانستان کي د بهرنيو قواوو ملاتړ نه کوي، دوى د قدر په سترګه ورته ګوري او همکارۍ ته ورسره حاضر دي.
خبرپاڼه وايي د سره صليب د ادارې د کارکوونکو ځورونه او وژنه کي په هيواد کي دننه او يا دباندي وي، دوى يې ځکه غندي چي دغه اداره د ټول انسانيت دپاره کار کوي.
طالبانو په خپله خبرپاڼه کي د سره صليب پر نړۍ واله موسسه باندي ږغ کړى چي د افغانستان د حکومت او خارجيانو په پټو او ښکاره بنديخانو کي شکنجې ورکول کېږي حال واخلي.

بايد وويل سي چي دا په تيرو لسو کالو کي اول وار دئ چي طالبان د يوې غربي موسسې له فعاليتونو څخه رضايت څرګندوي، دوى که څه هم د سره صليب کارونه ستايلي، خو د ملګرو ملتونو د فعاليتونو چي د دوى په دوران کي هم شروع ول، په هکله يې څه نه دي ويلي.