کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد کوونکي ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ځانمرګي بريد کوونکي ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

 نن ديوه خونړي ځان وژونكې بريدله امله ديرشوتنوته مرګ ژوبله واوښته
پيښه دكندهاردخواجګ باباپه سيمه كې دنظم خاص دپوليسودقرارګاه مخ ته دبهرنيوځواكونوپرموټريزكاروان وسو.


عيني شاهدان وايې چې بريدكونكې Surf موټرله چاوديدونكوتوكوڅخه ډك كړې اوده بهرنيوسرتيرودموټريزكاروان له تيريدوسره يې چاودنه وكړه .


دكندهارامنيه قومندان مل پاسوال سيداغاثاقب دپېښي په ځاي كې خبريالانوته وويل چې په دغه پېښه كې ۲۲ تنه ټپيان سوي او۸ كسه نوروژل سوي  دي .


دنومه وړې په خبره چې په ټپيانوكې يوازي دوه كسه پوليس دي اونورټول زيان دولسي وګړودي .


عيني شاهدان وايي چې د بهرنيو سرتيرو مرګ ژوبله يې نه ده لېدلې ، په سيمه كې خوراګڼ شمېردوكانونه هم ويجاړسوي وو .


دامنيه قومندان  په وينا چې په پېښه كې ترډيره بريده دنجارانوددوكانونوكاركونكې اومعصوم شاګران ټپيان سوي دي .


ټپيان دپوليسوله لوري دكندهارميرويس روغتن ته وړل سوي دي .دټپيانوپه اړه ويل كيږي چې دڅوتنوروغتيايي حالت داندېښني وړدي .


خوجك باباپه كندهارښاركې هغه سيمه ده تل پرې ځان وژونكې بريدونه سوي دي .پردغه ځاي يوازي په نوي لمريزكال كې څلورځان وژونكې بريدونه ترسره سوي چې نږدي ټول زيان يي دولسي وګړو وو.