د بلخ په ولايت كي يو ډله ايز قبر موندل شوي

د لراوبر اداره | اپریل 10th, 2008


 


دا قبر مزار شريف ښار ته نږدي په چهل ګزي نومي سيمه كي دي چي دسيمي د خلكو په وينا كله چي ښار د كورنيو جګړو په ترڅ كي د طالبانو لاس ته ولويد دا كسان وژل شوي او وروسته بيا د وخت د حكومت او سره صليب لخوا دا مړي په يوه كنده كي تر خاور لاندي شوي وو چي دا دي اوس دولت دا قبر بيرته را سپړلي دی د چهل ګزي سيمي اوسيدونكي حاجي عبدالغني چي ددي ځاي قريه دار دی وايي :په۱۳۷۶ كي كله چي د مزار شريف ښار د طالبانو لاس ته ولويد دا كسان د جګړي پر مهال وژل شوي او په سړكونو پراته وو چي د بوی نه د مخنيوي په خاطر د خلكو سيمو د وخت د حكومت په اجازه سره راټول كړل او دلته مو په دي كنده كي خاوري پري را واړولي د بلخ ولايت د امنيي قوماندان سردار محمد سلطاني ددې قبر په اړه وايي : خلكو موږ ته خبر راكړ چي دلته مړي دي موږ پري خبر نه وو  دا د هغه كسانو مړي دي چي د وخت د جګړي په دواړو خواوو كي ښكيل وو او دلته مړي نظاي جامي هم لري او ملكي كسان هم ښكاري مونږ لدي ځايه څه ندي راايستلي دا هغه جامي او هډوكي دي چي د كبر له يوي تخريب شوي برخي راوتي وو اوس چي دولت او حكومت پري خبر شو نو تصميم به ونيسي چي څه پري جوړ كړي



كه څه هم د افغانستان په بيلابيلو سيمو كي داسي قبرونه هم موندل شوي چي په قصدي توګه وګړي په عامه توګه وژل شوي او په كندو كي خاوري پري اړول شوي وي خو د بلخ ولايت د امني قوماندان په وينا دا قبر هغو قبرونو ته ندي ورته . د يادوني وړ ده چي په لومړي ځل د طالبانو او جنرال دوستم د روغي جوړي پر مهال نژدې پنځلس زره طالبان هغه مهال ووژل سوه کله چي دمزار شريف ښار ته د جنرال دوستم او جنرال مالک په بلنه د روغي جوړي وروسته ننوتل . د هغو طالبانو يو شمېر د مزار شريف ښار په دننه او شاوخوا او نور يې تر زيات وخت زنداني کېدو وروسته په ډله ايز ډول د ليلي او شبرغان په دښتو کي د شمالي ټلوالي له خوا ووژل سول .



 

Copyright Larawbar 2007-2024