په ځانمرګې حمله کي شپږ فرانسوي پوځيان مړه سول

لراوبر ډاټ کام (کابل) | جون 9th, 2012


افغان او بهرنيو ځواکونو تائېد کړه چي شپږ فرانسوي پوځيان په يوه ځانمرګې حمله کي مړه او څلور نور ټپيان سول. پېښه نن د شنبې په ورځ د کاپيسا ولايت په نجراب ولسوالي کي رامنځته سوې ده.


د کاپيسا د ولايتي شورا مشر سلطان محمد ساپي فرانس پريس آژانس ته ويلي چي پر فرانسويانو سربېره درې افغان ملکي کسان هم په دې پېښه کي ټپيان سوي دي.


طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي يي په دې بريد کي  ۱۲ تنه فرانسوي عسکر او څلور کورني پوليس وژل سوي او دوه تنه ملکي کسان چي سطحي زخميان سويدي .

Copyright Larawbar 2007-2024