کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٤م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٤م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٤ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣١١:- رښتيا د خېر لور ته او درواغ د شر او بدۍ لور ته لارښوونه کوي.
٣١٢:- الله پاک جل جلاله ستاسو شکل او مال ته نه ګوري بلکي ستاسو زړونو او عملو ته ګوري.
٣١٣:- پوه او هوښيار هغه دئ چي تقوا وکړي او له خپل ځان سره محاسبه وکړي.
٣١٤:- حاکم بايد د قهر او غصې په حالت کي د دوو کسانو ترمنځ پرېکړه و نه کړي.
٣١٥:- هغه څوک زموږ له ډلي څخه نه دئ چي پر کوچنيانو شفقت او د مشرانو احترام نه کوي.
٣١٦:- هغه څوک الله پاک جل جلاله ته ډېر خوښ دئ چي تر خوراک او څښاک وروسته د الله پاک جل جلاله شکر اداء کړي.
٣١٧:- هيڅ مېرمن بايد د خپل خاوند و مخ ته د پردۍ ښځي حسن او جمال بيان نه کړي.
٣١٨:- متکبر او لويي کوونکى سړى به جنت ته داخل نه سي.
٣١٩:- قهر او غوصه د شيطاني اثر نتيجه ده، شيطان له اور څخه پيدا سوى او اور په اوبو له منځه وړل کېږي نو چا ته چي غصه ورسي هغه دي خپله غصه د اودس په کولو سره ختمه کړي.
٣٢٠:- څوک چي په داسي حالت کي مړ سي چي نه ئې جهاد کړى وي او نه ئې د جهاد اراده او عزم کړى وي ، يقيناً د نفاق په يو ډول مرګ سره مړ سوى دئ.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي.