کور / رسنۍ / له غزني څخه د روغتيا مجله خپره شوه

له غزني څخه د روغتيا مجله خپره شوه

په لومړي  ځل له غزني د روغتيا په اړه خپلواكه مهالنۍ مجله خپره شوه.


دغه مجله چې د عبدالرحيم هلال په مديريت له چاپه راوتلې، ټول مضامين يې د روغتيا او په ټولنه كې د ښه صحت په پار  چاپ شوي دي دا مجله په غزني كې د الخدمت روغتون په لګښت او امتياز د چاپ لپاره چمتو شوې ده.


د مجلې محتوا لكه څنګه چې يې له نومه معلومه ده د روغتيا په اړه، ده په دغه مجله كې د با تجربه ډاكټرانو مضامين دي چې په لوستو سره يې د ناروغيو او دهغوى له درملني خبريږو.


مينه  وال كولى شي چې دا مجله په لويو ښارونو كې د له كتاب پلورنځيو ترلاسه كړي، او هغه څوك چې د روغتيا په اړه مقالې  ولري كولى شي چې په دغه ادرس يې را واستوي،  تر څو دا مجله نوره هم د محتوا له مخې  غني شي.


hillal.rahim12@gmail.com