کور / راپور / خوست: د۴۹ مليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيل سوې

خوست: د۴۹ مليونو افغانيو په ارزښت پروژې پيل سوې

په خوست کې دڅه دپاسه ٤٩ميليونوافغانيوپه ارزښت ددوو پروژودکارچارې پيل شوې


دغبرګولي دمياشتې په ٢٠نېټه دشنبې په ورځ دخوست ښارپه ازادۍ مېنه کې دخوست والي ښاغلي عبدالجبارنعيمي لخوا دښاروالۍ دانشکافي بودجې څخه د(٤٩٤١٥٤٦٠) نهه څلوېښت ميليونه څلورلکه پنځه لس زره څلورسوه شپېته افغانيوپه ارزښت دپټۍ په پرې کولوسره ددوو پروژو دپلي کيدو چارې پيل شوې،په هغه مراسموکې چې په همدې موخه جوړه شوې و،دخوست والي ترڅنګ په کې دولايتي شورا رئيس داودشاه مکين زوى ،دملکې ادارو مسوولينواودازادۍ مېنې نمايندګانوګډون کړى و.



خوست والي وويل:چې په دغه دوه پروژو کې يود١١٦٠متروپه اندازه اوږدوالي اود١٤مترو په عرض سره   په اساسي توګه دسرک جوړيدل او ديادسرک ددواړو خواوته دباراني اوبو دلښتيواساسي جوړول شامل دي چې دښاروالۍ رياست دانکشافي بودجې څخه جوړيږي چې دجوړيدو چارې به يې دشپږو مياشتوپه اوږدوکې پاى ته ورسيږي.ده زياتوله چې ددغه اساسي پروژوپه پلي کيدوسره به دازادۍ مېنې دخلکويه وړاندې ډيرې پرتې ستونزې هوارې اوزياتې اسانتياوې رامنځته شي.



همداشان خوست والي وويل ولايتي اداره پلان لري چې په دغه ولايت کې اساسي پروژې پلې کړې ترڅو هم دبيارغونې کارونه چټک شي اوهم خلکوته دکارزمينه مساعده شي.


نوموړي دې ته هم اشاره وکړه چې دغه ساحه دوه کاله وړاندې ترغصب لاندې وه مګرترزياتوهڅواو تلاشونو وروسته له غصب خلاصه اوخپلو مستحقينوته ورکړل شوه چې دادي دا مهال په کې دولسونوپه ګټې دبيارغونې چارې روانې دي .



دمراسمو نورو برخوالو هم خبرې وکړې اوددغه پروژې دکاردپيل کيدوپه اړه يې غوښې څرګنده کړه دوى په خپلو خبروکې له ولايتي ادارې ،مرکزي حکومت اونړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه ترڅو په خوست کې دبنسټيزو پروژو په پلي کيدوکې مرسته وکړي.


په داسې حال کې ديادو پروژو دکارچارې پيل شوې چې دوې ورځې وړاندې په دغه ولايت کې دښارپه ازادۍ مېنه کې دمخدره موادو پرضددمبارزې دوزارت په مالي ملاتړ دشل ميليونه ،پنځه لکه ،ديرش زره پنځه سوه اته نوي (٢٠٥٣٠٥٩٨) افغانيوپه ارزښت ديوه ښوونځي دبنسټ ډبره کېښودل شوه.