کور / کیسه / د سوله ساتو سوغات

د سوله ساتو سوغات

سهاروختي مې په خپل موټر کي دلوګر ولایت په لوري حرکت وکړ .
سالنګ ته چې راورسېدم د خدای پاک کارونه دي هلته دا لویه لاربنده وه .
یوه نیمه ورځ وروسته له یو دردوونکي انتظاره بیا د خپل هـدف په لور وخوځېدم .
دلارې په اوږدوکې مې د ذهن په تخته دخپل نازولي دوست دواده مېـله توده توده انځوروله .
دکابل له چهار چارپېرو او ښکلو غرونو داسې تند ورواوښتم لکه غرڅه خو بیاهم سالنګ ځنډولی وم .
دسجاوندکلي ته تقریبأ سپېده چاود ور ورسېدم که ګورم کلی مې له ځمکې سره هموار و لید د یوڅو وزو او یوې غوادرېږدېدلي حالت په لیدوسره غرېوترمرۍ ونیوم دناوکۍ اونازولي دوست لپاره مې راوړي سوغاتونه په ځمکه وویشتل په بیړه بیړه مې له خاوروشهیدان راایستل دا و سوغات دسوله ماتو په غبرګولي میاشت کې.