کور / هراړخیز / بابا زما لاسونه راکه زه بيا ستا په موټر کار نه لرم

بابا زما لاسونه راکه زه بيا ستا په موټر کار نه لرم

دا د هغه لاس پرې کوچني اواز دئ چي پلار ئې په مېخو لاسونه ور وهلي او بيا تر اپرېشن وروسته ډاکټرانو ځني پرې کړي ول.
د جنوبي پښتونخوا د کوټي د ښار په اکرم روغتون کي چي د افغانانو پکښي خورا بېرو بار دئ او د هغوى هم خورا کار پر جوړ دئ ، مي يو لاس پرې کوچنى وليد چي دواړه لاسونه ئې نه ول او د اپرېشن تر کېدو وروسته د زخم د جوړېدو په موخه پټي سوي ول.
د دې لاس پرې کوچني قيصه مي يوه ملګري داسي راته وکړه :
په هلمند ولايت کي يوه کس چي د دې کوچني پلار دئ موټر رانيولى ؤ او تر رانيولو وروسته ئې هغه کور ته راوستلى او په کور کي ئې درولى ؤ، کله چي نوموړي موټر په کور کي درولى د هغه يوه کوچني زوى مېخ را اخستى او د خپل پلار پر موټر ئې کش کړى، او هغه به ئې خامخا يا خراپ کړى او يا به ئې رنګ ور اړه ولى وي چي خداى په خبر دئ خو که کوچنى، سړي ليدلى واى او د هغه د وس او توان اټکل ئې کړى واى نو بيا به ئې پرېکړه کړې واى چي موټر به ئې څونه خراپ کړى وي.
پر موټر باندي تر مېخ راکشولو وروسته د هغه پلار را ولاړ سوى ، د هغه دواړه لاسونه ئې پر مځکه ايښي او د هغه مېخ په وسيله چي د پلار موټر ئې په ورخراپ کړى ؤ، پر لاسو وهلى او يا ئې په لاسو کي ور ټکوهلي .پلار ئې زوى د مېخ په وسيله چي هر ډول ئې وهلى دونه ئې خوږ کړى چي ډاکټر ته بايد ور ښکاره سوى واى، کله چي ئې په افغانستان کي ډاکټرانو ته ښکاره کړى هغوى ئې ناروغي ډېره بده په ګوته کړې او پلار ئې په جنوبي پښتونخوا کي د اکرم روغتون په نامه روغتون ته بېولى.
په ياد روغتون کي تر معائنه کولو وروسته ډاکټرانو ورته ويلي چي زوى دي سرطان دئ او دواړه لاسونه ئې بايد پرې سي او که ئې پرې نه کړى دا ناروغي ئې نور بدن ته رسېږي او بيا به ئې ناروغي او د هغې درملنه به ډېره ګرانه يا ناشونې وي او آن تر دې چي مرګ ته به ئې ورسوي خو د سرطان ناروغۍ په اړه تاسو ټولو ته ښه معلومات سته چي درملنه ئې ناممکنه ده او الله پاک جل جلاله دي هر مسلمان د دې ناروغۍ څخه په خپل فضل او کرم سره وساتي.
د پلار تر موافقې وروسته ډاکټرانو د هغه د زوى دواړه لاسونه پرې کړي او کله چي ئې د عمليات خوني څخه را ويست او تر څه وخت وروسته په حال کي راغى او خپلو لاسو ته ئې وکتل نو ئې سمدلاسه پلار ته وويل چي بابا زما لاسونه راکه زه بيا ستا په موټر کار نه لرم. پلار ئې تر دې خبري اورېدو وروسته بې حاله سوى او هلته ئې ځاى پر ځاى ساه ورکړې.