کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٥م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٥م سوغات

د اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٥ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٢١:- ايماندار او رښتياويوونکى تجار به د قيامت په ورځ د انبياوو او شهيدانو سره راپورته کېږي.
٣٢٢:- د يوه مسلمان پر بل مسلمان باندي پنځه حقونه دي:
لومړى: د سلام جواب ورکول په ښه شان سره.
دوهم: د ناروغ پوښتنه کول.
دريم: د مسلمان ورور د جنازې سره تلل.
څلرم: د مسلمان ورور دعوت قبلول.
پنځم: د پرنجي په وخت کي يرحمک الله ويل.
٣٢٣:- ټول کړه وړه په نيتونو پوري تړلي دي، هر چا ته به د هغه څه اجر او ثواب ورکول کېږي چي نيت ئې کړى وي.
٣٢٤:- له ګناهونو څخه توبه کوونکى د ګناهو څخه پاک بلل کېږي.
٣٢٥:- زه مي د خپل امت پر لويو هيلو درلودلو بېرېږم.
٣٢٦:- که په اراده سره يو ور وټکوې نو هغه به پرانستل سي.
٣٢٧:- هغه څه چي تا ته ګټور دي د هغوى د لاسته راوړلو له پاره اراده وکړه او تل پاته والى او استقامت ښکاره کړه.
٣٢٨:- ايمان لرونکي کسان چي واده کوي ، په خپله دې کړنه خپل نور نيم ايمان له خطره ساتي.
٣٢٩:- که څوک له نيستمنۍ له امله واده و نه کړي، پر خپل خداى جل جلاله بدګمانه سوى دئ.
٣٣٠:- ښه ودونه هغه ودونه دي چي ساده او په اساني سره ترسره سي.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي.