کور / تازه خبرونه / کندهار: د ٤ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

کندهار: د ٤ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي د دې ولايت سرحدي پوليسو تېره شپه په ښوراوک اولسوالي کي د وسله والو سره مخامخ جګړه کړې چي په پايله کي ئې څلور وسله وال وژلي .
چارواکي وايي چي په وژل سوو کسانو کي دوه تنه پاکستانيان دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو خپله څه نه دي ويلي.