کور / اسلامي / د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٦م سوغات

د نبي(ع) ويناوي د لراوبر ١٠٦م سوغات

اسلام د ستر لارښود حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ويناوي.
د لراوبر ١٠٦ م سوغات پر له پسې لړۍ
پر ليکه کوونکى : عطاء الله محمدي

٣٣١:- له داسي چا سره واده وکړئ چي ستاسو سره مينه لري او له داسي چا سره واده مه کوئ چي تاسو ورسره مينه لرى.
٣٣٢:- ښه رويه او سوله د جنت کيلي ده.
٣٣٣:-تر ټولو ښه شى چي بندګانو ته ورکول سوى دئ هغه اخلاق دي.
٣٣٤:- په تاسو کي چي هر يو تر بل ښه اخلاق ولري هغه پر ما تر نورو ګران دئ.
٣٣٥:- هر څوک چي د خپل مسلمان ورور سره په ورين تندي مخامخ کېږي، او هغه خوشحاله کوي ، الله پاک جل جلاله دي هغه د قيامت په ورځ خوشحاله کړي.
٣٣٦:- که چيري اميد نه واى نو مندو به اولادونه، نه زېږول او خلګو به وني نه کښېنولاى.
٣٣٧:- هيله او اميد زما د پېروانو له پاره رحمت دئ.
٣٣٨:- هره خاموشي چي له فکره خالي وي تېروتنه ده.
٣٣٩:- عرب، عجم ، تور اوسپين ټول يو ډول دي، هغه ډېر رنښت او عزت لري چي تقوا ولري.
٣٤٠:- د چا چي ايمان زيات وي د هغه اخلاق ښه تره وي.
نور بيا…………….
غوښته: د لراوبر ويب پاڼي ګرانو لوستونکو افغانستان ، ټول اسلامي هِوادونه ، مسلمانان په خپلو دوعاوو کي مه هېروئ په ځانګړي ډول ښاغلى ډاکټر صاحب نثار احمد صمد، زما مشر ورور هدايت الله جانان چي د تېرو شااوخوا ١٨ کالو راهيسي ناروغه دئ او هيڅ ئې د علاج درک نسته او په ځانګړي ډول پښتانه چي د نړۍ په هر هِواد کي وي.