زابل: ۴وسله وال مړه او ۴ ژوندي نيول سويدي

د لراوبر اداره | جون 11th, 2012


دزابل ولایت د ولایت دوالي ویاند شریف الله ناصري وایې چې نن ددې ولایت دشملزایو په والسوالیو کي څلوروسلوال طالبان هله دخپل ماین ښکار سول چې کله یې افغان امنیتي ځواکونو ته دسړک دغاړي ماینونه ښخول نوموړی وایې چې په پیښه کي ځایې اوسیدونکو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی اویوازي دا څلوروسلوال پکښي وژل شوي دي ښاغلی ناصري زیاتوي چې دمرکز قلات ښار ته څيرمه دسیجان په کلي کي هم دافغان امنیتي ځواکونو لخوا څلور وسلوال طالبان چې وخت ناوخته به یې لویه لاره دخلګو پرمخ بندوله ژوندي نیولي دي نوموړي دغه راز وایی چې دنیول سویو طالبانوڅخه یوشمیر وسلې اومهمات هم دګډو ځواکونو لاسته ورغلي دي .

وسله وال طالبانو ترواسه دوژل سویو او نیول سویو کسانو په هکله تراوسه څه ندي ویلی خو ولي ددې ډلي ویاند قاري یوسف احمدي بیا خبري رسنیو ته په لیږل شوي تلیفوني پیغام کي‌ ادعاکوي‌چې نن سهار یې دشملزایو والسوالۍ درشید کلا په سیمه کي دیو کمین په ترڅ کي ۵ افغان عسکر وژلي دي خو امنیتي چارواکي دطالب ویاند دغه ادعاوي بې بنسټه بولي.

دیادوني وړده چې دغه وسله وال طالبان په داسی حال کې وژل کیږي او نیول کیږي چې تیره اووني یی ددې ولایت دامنیی قومندانۍ چارواکو پدې ولایت کې دیوولسو وسله والو طالبانو دنیولو خبر ورکړي وو .

Copyright Larawbar 2007-2024