افغانستان : يوشمېر ولايتونه زلزلو ولړزول

عطاالله محمدي | جون 12th, 2012


افغان چارواکي وايي چي د دې هِواد يو شمېر ولايتونه زلزلو لړزولي.
چارواکي وايي چي زلزلې نن سهار مرکزي، شمالي ، شمال ختيځ او د شمال لوېديځ ولايتونه ولړزول.
په دې اړه تر اوسه د مرګ ژوبلي او مالي زيان په اړه معلومات نه دي وړکړل سوي خو په اړه به ئې معلومات وروسته پر ليکه سي.
نوي پر ليکه سوي معلومات:
د اړونده چارواکو په وينا چي د تېري ورځي د زلزلې په دوو ټکانو کي شااوخوا ٩٠ تنه وژل سوي او د څارويو د زيان په ګډون ډېرى کورورنه هم نړېدلي.
په سيمه کي د اوسېدونکو په وينا چي په دې دوو ټکانو کي ډېر زيان د ملاجان محمد کلي ته رسېدلى او تر راښوئېدلي غونډۍ لاندي د لاندي کسانو د را کښولو کار اوس هم دوام لري.
همدا ډول په دې کلي کي ٢٥ کورونه نړېدلي او ٦ تنه نور ټپيان سوي.

Copyright Larawbar 2007-2024