د بلخ په چهاربولک کي چاودنه وسوه

د لراوبر اداره | جون 12th, 2012


نن سهار پر نهه نیمي بجې دبلخ دچهار بولک دولسوالۍ په مرکزي سیمه کي دپولیسو پررنجرباندي یوبایسکل چاودنه وسوه چي درې ملکي وګړي یې ووژل او څلور افغان ملي پولیس زخمیان کړه. تراوسه پوري دمرګ ژوبلي دقیقه شمېره او دچاودني خاص نوعیت نه دﺉ څرګند سوی. په دې ورستیو کي په چهاربولک دغه ډول  پيښي زیاتي سويدي ځکه چي نني یې شپږمه پېښه وه او پاته ۵ پیښي دروان کال د مې ترمیاشتي پوري رامنځ ته سوي او ثبت سوي دي.


ددې چاودني پړه تر اوسه چا په غاړه نده اخستې ، پوليسو هم تر دې ګړيه څوک د پېښي په تور نه دي نيولي .

Copyright Larawbar 2007-2024