کور / تازه خبرونه / طالبان : ٤٠ عسکر مو ووژل

طالبان : ٤٠ عسکر مو ووژل

طالبان : د سياه ګرد په جګړه مو ٤٠ عسکر وژلي او ٢٠ نور مو ټپيان کړي.
طالبان وايي چي دا بريد ئې د پروان ولايت په سياه ګرد اولسوالي کي نن سهار شااوخوا شپږ بجې پيل سو چي په پايله کي ئې د يادي مرګ ژوبلي ترڅنګ د حکومتي اړخ دوه ټانکونه او درې رېنجر له منځه تللي.
طالبان وايي چي زغروالي شوبلي او رېنجرونه ئې په راکټ لانچر او ٨٢ ويشتلي.
طالبان وايي چي يادي جګړې درې ساعته دوام وکړ او په پايله کي ئې حکومتي لوري ته د اوښتي مالي او ځاني زيان ترڅنګ درې وسله وال وژل سوي او پنځه نور ژوبل سوي.
په دې اړه تر اوسه خپله افغان حکومت او بهرنيانو څه نه دي ويلي.