کور / هستوي فزيک / د کایًنات «تور غار » ته ټلیسکوپ ولیږل سو

د کایًنات «تور غار » ته ټلیسکوپ ولیږل سو

فرانس پریس آژانس د امریکا د فضایی څیړنو د ادارې ( ناسا ) د تازه راپور په حواله خبر ورکوی چی هغوی نن یو ډیر عصری او مجهز ټلیسکوپ فضا ته ولیږﺉ تر څو په کایًنات کی « تور غار » له نږدې معلوم او تثبیت کړی . دغه ټلیسکوپ د ایکسرې خورا زیاته انرژي لری او هلته به په یو ټاکلې مدار کی دوره وهی . دغه ټلیسکوپ ( نو سټار ) نومیږی او نن د مارشل ټاپو څخه په یو راکټ کی تر نصبولو وروسته چی هغه د یوې سایًنسی الوتکی په نس پوری وصل و ، فضا ته وتوغول سو .
دغه ټلیسکوپ به د یو یا څو « تورو غارونو ـ بلېک هولز » له مرکزه د فرار قوه او د انرژي تر ټولو ډکې برخی ولټوی چی له امله به یې د کایًنات جوړښت هم معلوم کړی .
ناسا وایی چی دغه خورا عصری او قوي ټلیسکوپ به د انرجۍ اړونده پدیدې لکه د کهکشانونو غونچې ، تور غارونه او د خورا غټو ستورو د چاودنو او تباهۍ څرنګوالی مطالعه کړی . ناسا زیاتوی چی ( نوسټار ) ټلیسکوپ به د هغو نورو ټلیسکوپونو سره په ګډه کار کوی چی مخکی لا فضا ته لیږل سوي دي . دغه ټلیسکوپ به پر کایًنات باندی یوه نوې کړکۍ ورخلاصه کړی .
دغه ټلیسکوپ پر یوه خوا او بله خوا ۳۳ او ۳۳ پیچلی هینداری لری . اوږدوالی یې فعلأ ۳۳ فټه ( لس متره ) دی چی یوه هفته وروسته به خلاصیږی او د یو بس موټر اوږدوالی به غوره کړی .
د کایًناتو « تور غار » فقط شل کاله وړاندی کشف سوی دی او زموږ د کهکشان په شمول هر یو دغسی تور غارونه لری . تور غار په ساده ژبه د ستورو د انفلاق او محوه کېدو ساحه ده چی په نامعینه توګه عظیمه انرجي په خورا عظیم سرعت سره پکښی راڅرخی ( لکه د اوبو ګرداب ) .
لویدیځو ساینس پوهانو د ستورو فقط دوه موقعیتونه ثابت کړي دي چی هغه « سپین غارونه » او « تور غارونه » دي . په لومړني کی ستوری راټوکیږی خو په دوهم کی بیا فنا او محوه کیږی .
خو الله تعالی ۱۴۰۰ کاله پخوا لا په خپل کلام کی انسانانو ته د ستورو دغه موقعیتونه یعنی د « سپینو غارونو » او « تورو غارونو » شتون ښودلی دی او داسی فرمایی : « نو د ستورو په موقعیتونو می دې قسم وی ، او که پوه سی نو دا ډیر عظیم قسم دی » ( الواقعه : ۷۵ ـ ۷۶ ) . څنګه چی په تورو غارونو کی لایتناهی انرجي په لایتناهی سرعت سره درومی ، نو په رښتیا هم دا خورا ستر قسم دی چی الله یې اخلی ، او ناسا اوس د هغه څرنګوالی معلوموی .
—————————————————————
د لراوبر په فيسبوک پاڼه کي يوه لوستونکي لاندي پوښتنه کړېده :
مننه ن صمد وروره.
یوه شبهه را ته پیدا شوه د الواقعه سورة د 75 ایت د ژباړي یا مفهوم په اړه.
پدغه آیت کې خو د سپین او تور غار یادونه نده شوې، بلکه د ستورو د موقعیت یا وضعیت په اړه خبره شویده. څه فکر کوئ دا به ناسم تړاو او پتری نه وي؟.
قرآن – سورة واقعة- 75 آیة: فلا اقسم بمواقع النجوم 76: و انهُ لقسم لو تعلمون عظیم.
ژباړه: قسم د ستورو په موقعیت یا ځای پر ځای کولو، او که پوه شئ نو دا لوی قسم دی.

دلته د تور غار او سپین غار سره څنګه تړاو ورکولی شئ؟.
—————————————————————-

پوښتونکې ته السلام علیکم
څنګه چی زه فېس بوک آدرس نلرم ، نو ځواب همدلته وړاندی کوم :
که تاسو ښه ورته متوجه سیً خبر وایی چی « لویدیځو ساینس پوهانو د ستورو فقط دوه موقعیتونه ثابت کړي دي چی هغه سپین غارونه او تور غارونه دي » په دغه جمله کی اول د « موقعیتونو » ذکر کیږی او بیا هغه پسی را معرفی کوی یعنی نومونه یې سپین او تور غارونه پر ایښي دي . نو عرض می دا دی چی ساینس پوهانو هم فقط دوه « موقعیتونه » کشف کړی دي او الله تعالی آن له هغوی نه ۱۴۰۰ کاله وړاندی لا همدا « موقعیتونه » را معرفی کوي . ساینس پوهانو له دغو نه هر « موقعیت » ته صرف نوم ورکړی دی یعنی یو یې په تور غار او بل یې په سپین غار سره مسمی کړی دی . خبره په هر حالت کی د « موقعیت » ده . تړاو یې دا دی چی پر « موقعیتونو » یې صرف نومونه ایښی دي ! که زه ووایم چی « زما هیواد » پر ما ډیر ګران دی ؛ او بیا دا جمله مشخصه کړم او ووایم چی « افغانستان » پر ما ډیر ګران دی ، نو د موضوع ماهیت به څه فرق کړی وی ؟! خدای دی وکړی چی مطلب می سم افاده کړی وی . که بیا هم ځواب مبهم وی ، زما ایمیل آدرس دا دی چی هر خدمت ته انشاالله چمتو یم . والسلام ، ستاسو ورور نثار احمد صمد
Nsamad57@hotmail.com