دوستم له هيواده تښتېدلى دئ

عطاالله محمدي | جون 14th, 2012


وروسته تر هغه چي جنرال عبدالرشيد دوستم د ملي امنيت د شورا له لوري لويي څارنوالۍ ته ور وپېژندل سو د ځينو باوري سرچينو په وينا چي نوموړى د شپې له لوري د يوې هليکوپتر په وسيله له ملکه تښتېدلى او ترکيې ته ئې ځان رسولى.
نوموړى تېره ا وونۍ د ملي امنيت د شورا له لوري لويي څارنوالۍ ته له دې امله ور وپېژندل سو چي په فارياب، جوزجان او سرپل ولايت کي معادن چي د افغانستان د خلکو ملکيت بلل کېږي پر خپل سر را کاږي او پر نورو ئې پلوري.
يوه باوري سرچينه دا هم وايي چي نوموړى وروسته تر هغه د رسوايۍ سره مخ سو چي کله ئې د يوې چينايي کمپنۍ څخه د خپلي ونډي غوښتنه وکړه.
نوموړى همدا ډول په يادو ولايتو کي سلونه شخصي ملېشې لري او د افغانستان په تېرو څلوېښتو کلنيو ناخوالو کي د لاس په لرلو سره د سر په سړو کي شمېرل کېږي .
نوموړى همدا ډول څه موده وړاندي د بشر د حقوقو د کمېسيون له لوري د بشر ضد کړنو کي هم تورن بلل سوى او د وسله والو طالبانو د تسليمېدو په وخت کي د زرونو وسله وال وژل هم نوموړي په خپله يا د د نوموړي په امر ترسره سوي.
نوموړى يو وخت د اعلى ځواکونو قوماندان ؤ او وروسته تر هغه د خپلي دندي ګوښه کړل سو چي د اکبر باى پر کور ئې پر کور ئې يرغل وکړ او اکبر باى په هغه وخت کي د نوموړي د محاکمې غوښتنه کول او نوموړي ويل چي که چيري دستم محاکمه نه سي نو نوموړى به ځاى افغان نه بولي .

Copyright Larawbar 2007-2024