کور / تازه خبرونه / د غزل پاچا استاد مهدي حسن له نړۍ وکوچېد

د غزل پاچا استاد مهدي حسن له نړۍ وکوچېد

 د کلاسيک غزل استاد مهدي حسن چي د غزل د پاچا په لقب وياړل سوى، پرون د سند ايالت په کراچي ښار کي له نړۍ سترګي پټي کړې.
د نوموړي زوى عارف مهدي خبريالانو ته وويل چي پلار يې له شاوخوا ١٢ کلونو راهيسي د نفستنګۍ او پښتورګو په ناروغي اخته وو، چي پرون يې د ٨٤ کالو په عمر د کراچي په آغاخان روغتون کي ساه ورکړه.


د هند نوموتې سندرغاړې لتا منګيشکر د دې خبر تر خپرېدو وروسته وويل: ((د مهدي حسن غوندي آواز به د بل چا له حنجرې څخه هيڅکله وانه ورو، د هغه آواز وو چي ډېر کسان يې د سندرو ويلو ته وهڅول)).


د کلاسيک غزل يو بل استاد غلام علي خان وويل: ((د استاد مهدي حسن د مرګ خبر تکان راکئ، دا چي هغه اوس نسته، خو د هنر او آواز ستاينه يې تر آبده په ميراث راپاته ده)).


د هندي سينما شاعر او کمپوزر جاويد اختر وايي: ((د هغه آواز زړونه تسکينول او د ميني او سولي پيغام يې ورکاوه)).


د صوفيانه غزل استاده عابده پروين وايي: ((د استاد حسن مړينه يو داسي د غم خبر دئ، لکه مشر ورور چي مي مړ سوى وي)).


استاد مهدي حسن په ١٩٢٧ کال د هندوستان په راجستان ايالت کي زېږېدلى وو، د موسيقي زدکړي يې له خپل پلار استاد عظيم خان او اکا استاد اسماعيل خان څخه کړي وې.
نوموړى د هند او پاکستان تر وېش وروسته د پاکستان په کراچي ښار کي اوسېدئ.


د استاد حسن مړى به سبا (د جمعې په ورځ) په کراچي ښار کي د محمدعلي جناح په مقبره کي ښخ کړل سي.