کور / کیسه / خدای ﷻ دي وبخښه

خدای ﷻ دي وبخښه

چي دورې ورځي به یې نه سره ولیدل داسي به وتاچي ویل هیڅ خوشحالي یې نه ده لیدلې ، توري مځکي به یې سره سپيني کړې ، یو په بل پسي به ګرځېدل هیڅ ځای به خوند نه ورکاوه ، کله چي به یې سره پيداکړل تابه ویل دکلو پردېسان دي ، بیا به یې نو زړونه سره تش کړل او ټول رازونه به یې سره وویل : کله –کله به په یوه نیمه خبره کي ګیلې هم سره راغلې ، بیا به نوماڼېجن او په کاږه مغزي سره ولاړشو او یو بل ته به یې ویل ستا خوښه ده ته دغسي کوه .
کله به ورځ دوې او کله به څو ورځي سره خوابدي وو، مګر صادق او زلمی دومره سره ګران وو چي بیا به یې یو بل ته دپخلا کېدو لپاره پلمې لټولې ، کله به یې ویل : یا ته مه ښوره بله ورځ به داسي نه کوي ، ددوی په خوابد ۍ به ټول کلی او ملګري پوهېدل ، ولي هر یو به داسي معلومېدی لکه پاچهي چي ځیني تللې وي ، ناسته ولاړه به یې دپخوا په شان نه وه ، کله به له صادق څخه نورو ملګرو پوښتنه وکړه : صادقه ! ډېر دیغ (خوابدی) یې سم مجلس نه کوې اونن دوهمه ده زلمی هم نه درسره معلومیږي ؟ صادق به وویل : کار به لري نه به وي خلاص ، جانان چي هم دکلي دښو هلکانو څخه و او دصادق او زلمي په خوابدۍ باندي خوابدی و ، شاوخوا یې وکتل خولۍ يې پر سرسمه کړه او صادق ته یې داسي وویل : یاره صادقه ستا او دزلمي په انډیوالۍ ټول کلی ښایسته و، همځولي به پرتاسي راټول وو ، اوس چي تاسي دوه خوابدي شولاست له مور څخه مو لا لارورکه کړې ده ، چي څه وکړو؟
یو وار یوه ته ورشو ، زارۍ ورته کوو او بیا بل ته ورځو چي څه پېښه ده ، خو یو هم حال نه وایاست ، څو شپې ژوند دی چي په خوشحالۍ تېرشي ښه دی که په خوابدۍ ، دابه تاسي موږ ته نصیحت کاوه چي سړی یو دبل سره ښه کوي ، دصادق چي دغه وخت خپل ګران ملګری زلمی سترګو ته ګرځېدی او هغه خواږه مجلسونه چي هر یو یې لکه دشب قدر شپه یا دکوچني اختر ورځ چي هر کله نه وي ، که به ټوله ورځ هر څه ستړي کېدل ، خو دمازدیګر په مجلس او لیدو به یې ځان هوسا کاوه او مازدیګر ته به داسي وو، لکه څوک چي دجنت پر لار باندي ځي . صادق په جواب کي وویل : جانانه ته خو ښه وایې مګر ما په ټول ژوند کي چپ قدم نه دی ورسره ایښی . صرف هغه بله ورځ ما دا ورته وویل : باغ ته درغلم تاهیڅ مجلس نه راسره وکړی، بس پردې خبره زلمی خوابدی شو ، دوه درې واره به زه نور ورسره مخامخ شوی یم ، خو ده ځان پر خوابدۍ باندي اچولی و او لاره یې بدله کړې ده ، ښه ته ووایه :
دی به زما څخه پردغه لږ خبره او ګیله باندي دومره خوابدی کیږي ، زه چي خدای ﷻ مه کړه دی پرسرباندي ووهم ، لا باید دی خوابده نه کړي ، بیا زه ورغلم . په دغه وخت کي صادق دسمال له جېبه راوکېښ او سترګي یې په وچي کړې او ویې ویل : اوس ته ووایه چي زه ملامت یم او که دی .
جانان ورته وویل : ماته همداسي معلومیږي لکه ده چي زیاتوب درسره کړی وي ، رشتیا هم څوک له انډیوال سره داسي نه کوي لکه ده چي له ستا سره کړي دي .
هغه بله ورځ زه ددوی په باغ کي ورسره ناست وم دزلمي مشر ورور “مهربان” ورته وویل : هلکه داصادق دي لکه چي خوابدی کړی دی ، چي اوس نه درسره معلومیږي ، خو زلمی هیڅ جواب نه ورکاوه ، صرف یې داوویل : هیڅ نه ده پېښه . آخر مهربان ورته وویل : نن یا سبا به خامخا ورځې او صادق به پخلا کوې ! .
“ په دې حال کي جانان دچايو پياله پورته کړه دصادق زړه له دردمنو خبرو ډک وو” ویې ویل : جانانه ! هسي مي تادزړه غوټه خلاصه کړه او زخمونه مي لا تازه کوې ، وایم څو ورځي مخکي دافغان اکا په پالېږ کي په مخه راغلی، مخ یې راڅخه واړاوه او لار یې راڅخه چپه کړه ، دبل چا خبره دوندي پرچانه درنېږي لکه دیو ګران دوست او انډیوال ، بیا دزلمي غوندي ښه انډیوال ، بس دی خدای ﷻ دې وساتي ما یې د انډیوال حق څه وراداکړی دی ، څو واره ورغلم چي زیاتوب لا هم ده کړی دی .
جانان ورته وویل : صادقه چای درواخله ، سړې سوې ما ټولي درڅخه وکړې ، خدای ﷻ به یې خیر کړي . صادق چي پياله پورته کړه جانان ته یې وویل : صادقه ته دچایو خبره کوې ، وایم ما ته ددنیا هیڅ شی خوند نه راکوي او نه ددنیا په شیانو کي وفا پاته ده .
وایم تردې وروسته ددنیا هیڅ شی پرهیڅ نه بولم مګر زلمی مي یو وخت نه هېږیږي ، کوښښ کوم چي هغو ځایوته ولاړنه شم چېري چي زه او دی سره ګرځېدو ، دده په رنګ چي څوک ووینم ، لا مي دی وسترګو ته ودریږي ، دجمعې په ورځ تا راته وویل چي ما او زلمی اختر ته یوه رنګه کالي کړي دي ، له هغه دوکاندارسره هغه رنګه یوه جوړه کالي لا نور هم پاته دي ، هغه به ته کوې او ځان ته به یې جوړوې .
مادرته وویل : کوم شی چي ماته دزلمي یاد تازه کوي دهغه شي زه تاب نه لرم او بیا چي دزلمي په شان کالي ما اغوستي وي ، زما یو پټو دده دپټو په رنګه دی ، اوس زه هغه هم نه رااخلم او بیا زه اختر څه کوم ، اختر خو هغه وخت و ، چي زه په ښه زړه وم .
جانان ورته وویل : نوري خبري پرېږده درځه چي یو وار ورشو .
صادق وویل: دڅه لپاره ؟ بس دی نورنه ورځم .
جانان ورته وویل : هغه برایي ناجوړه شوی و ، بیا یې ډاکټر ته یووړی .
صادق وویل: دغه دی ولي یې ماته حال نه رالېږی ، زه به هم ورغلی وای .
جانان وویل : ټوله شپه یې یادولې ، چي کله به یې درد سپک شو ، دستي به یې ماته وکتل او راته وبه یې ویل : ته وایه ما به صادق وبخښي او یووار به يې ووینم ؟
ماخو ډېري پړې وسره کړي دي ته وا اوس به یې نه راولې ؟ مابه ورته ویل اوس خو شپه ده سهار چي دی خبرشي خپله به راشي “ بیا به یې لږ تسلي او ارام وشو “ نو اوس درځه چي ورشو او هغه دی دزلمي ورور یونس هم زموږ وخواته په منډه راروان دی ، یونس چي رانژدې شو ، ساه وهي . هلئ –هلئ جانانه ، جانانه ، صادقه راځئ – راځئ ما ټول کلی درپسي ګښت کړی دی ، هلئ راځئ زملی ډېر په عذاب دی ویل یې صادق راولئ ، چي یو وار یې ووینم .
“ دصادق او جانان هم په دې خبره سره حال بدل شو ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ، بس په منډه راروان شول چي راورسېدل ، دغسي په خلګو کي دزلمي وخواته ورتېر شول ، ګوري چي پرزلمي دمرګ خولې ورماتي دي ، صادق په ګانګوړه او ژړغوني آواز پرږغ کړه . زلمیه ، زلمیه !
زلمي چي داږغ واورېدی چي صادق دی سترګي يې راروڼي ړې ، شونډان یې سره وښورول ، معلومېدی لکه صادق ته چي وايي ما وبخښه او رخصت راکړه .
په دغه حال کي دصادق پرمخ اوښکي رارواني وې او دآخر ځل لپاره یې پر تندي مچ کړ او دایې ورته وویل : ته ما وبخښه ته حق را پل (وبخښه ) کړه ! ماولي ستا په ناجوړۍ ځان نه وخبرکړی څنګه ژر راڅخه ولاړې ، زه هم نور ژوند نه غواړم صادق هم دغسي بې حاله ولوېد او دواړو خپل پور اداکړي .
خدای ﷻ دي یې وبخښي