کور / کیسه / چي فکر او سوچ په کار دی

چي فکر او سوچ په کار دی

نن ماښام یې دډوډۍ پروخت دجهانګیر او لاجورد زامنو قیصه کوله ، حاجي صاحب ښه سړی دی چایې نوم په بده خوله نه دی اخیستی ، په کورکلي کي یې دهر چا په غم او ښادۍ ځان خبر کړی دی ، له بې وسه او بې کسه خلګو سره یې تر خپله وسه مرسته کړې ده ، دژوند تودې او ترخې ډېري پرراغلي دي ، تل به یې زامنو ته داویل چي خپله ګوزاره کوي ، دچاپه کار ، کار مه لرئ که مو ښه دچا سره کولای شوای خوښه کنه بد چا ته مه رسوئ . دژوند یوه ترخه انسان ته ډېره ګرانه پرېوځي که یې څوک په ساړه دماغ اوسم فکر برابره نه کړي وایم ، له کوچنۍ خبري څخه لویه خبره پېښیږي ، که پر بدو واوړي ستاسي په یاد دي هغه بله شپه چي باران شوی وو ، دجهانګیر اکا دکوراوبو بله لار نه درلوده دلاجور پر کور ورتلې ، دلاجور زامنو داوبو لاره وربنده کړه ، چي نور موږ دغه اوبه پردې خوانه پرېږدو ، هغه و چي ددواړو کورو انسانان پرله راووتل پرځای ددې چي په خبره سر خلاص کړي او یو دبل زور راوړي ، په لرګیو او بېلچو یې یو بل سره ووهل . جهانګیر اکا سپين ږیری سړی و، په سر کي ووهل شو ترډاکټره پوري لانه وو رسېدلی چي پر لاري مړ شو ، هغه شپږ اووه سرماتي خو لا پرېږده وایم ، خدای ﷻ مودي یې له حاله وساتي . “په دغه کال کي دحاجي صاحب کشر زوی دلاس پرېولو اوبه راوړې ، دولت چي دپلار خبروته غوږنیولی و، خپله اوږده خاموشي یې ماته کړه او ویې ویل : هو پلاره ! ددواړو کورونه خراب شو ل ، یو خو قتل و شو ، بل بدي ورپېښه شوه ، دایې لا څه دلاجور زامنو کډه بار کړه ، ښه کور ، ښه محله ، دبازار ښه کاروبار ، داټول ځیني پاته شول ، څوک وايي رېګ ته به تللي وي ، څوک وايي صحرا ته به تللي وي ، داشین ژمی او دا ودوی خوارانو ته ورپېښه . حاجي شاګل اکا چي دښوروا په ګوله پسي دشلومبو غوړپ وکړ ، لږ یې ګوله ترستوني تېره شوه ، ویې ویل : هو ! زویه دغه ګوله مي ترستوني نه تېریږي چي ددوی حال راپه یاد کړم . وایم ، موږ دغه دی په ژمي کي لا شلومبې نه قضا کوو هغه نور نعمتونه خو لا پرېږده . وایم ددو ی خوارانو به څه حال وي چي ځان له یخه خوندي کړي او وچ اوړه ورسیږي ، پاچهي به یې و بولي ، په دغه لا کله خلاصیږي ، نوري خوارۍ هم ورته ګوري ، دخدای ﷻ عذاب خو لا پرېږده ، مازدیګر ادم لالا په جومات کي ویل : چي د لاجور هغه سپين ږیری ورور او وراره هم حکومت نیولي دي چي ورور دي څه شو . داغریب خو په هیڅ نه وو خبر ، بې ازاره سړی و . دغه یو بچی یې و ، هغه یوه مزدوري ورته کوله ، په دغه یې ګوزاره وه اوس یې نو دوې تورسري (ښځي) په کور کي پاته شوې ، هغه وو درې کلي لاندي دچا په غوږي “ څنګ” کي همسایه وو هغه دچا خبره ده وچود رویه لانده هم سوځي . په دغه حال کي ددروازې کړپ شو او “ پایند” له بازاره راورسېدی ، ترسلام وروسته پلار او وروڼو ستړمسیا ورته وکړه ، دولت ورته وویل :موږ لږ انتظار وکړ هغه ته وځنډېدې ، بیا مو نو ډوډۍ راواخیستله ، هغه هم دډوډۍ په خوند نه یوپوه شوي دغه دلاجور د زامنو دغم قصه مو کوله . پایند په جواب کي ورته وویل : دوکان مي پروخت بند کړ ، هلته مي لږ دوايي رااخیستله ، چي پرلاري جمعه ګل لالا راسره ملګری شو ، هغه هم دغه قصه کوله ویل یې دلاجورزامنو چي دشپې کډه بارکړه په هغه شپه خو باران اورېدی ، خټي وې تریوځایه چي تللي وو پرلاري یې موټر چپه شوی و، وايي ، چي دوه درې پکښي مړه او څو نور ټپيان او خوږ دي ، سم یې لا حال نه دی معلوم ، له کوچنۍ خبري څخه داده دوني (دومره ) لویه خبره پېښه شوه ، بس پلاره هغه ستا خبره . چي فکر او سوچ په کار دی: