کور / تازه خبرونه / په خوست کې دلسو بهرنيانو دوژلو ادعا وشوه

په خوست کې دلسو بهرنيانو دوژلو ادعا وشوه

 طالبان ادعا کوي  چې دخوست ولايت په صبريو ولسوالۍ کې يې نن دمخامخ بريد پر مهال لس تنه بهرنيان وژلي دي .


دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته وويل چې بهرني ځواکونه په پلې توګه پر ګزمه بوخت و چې ددوى تر بريد لاندې راغلل او لس تنه يې ووژل شول .


خو دصبريو ولسوال بابکر خېل دبهرنيانو دمړينې په ردولو سره وايي ،چې يواځې دملي اردو دوه تنه سرتېري ټپيان شوي دي .


ديادونې وړ ده چې تر اوسه پورې ناټو په دې اړه څه نه دي ويلي .