کور / کیسه / دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه

دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه

ژوند ټول په خوارۍ او غرېبۍ ورباندي تېر سو ، ټول عمر د بل همسایه و ، ښه راستمن سړی و، یو وزری و، یوه یې نه دوې کېدې هغه دچا خبره دیوه لاسه ټک نه خیژي دوه درې بچي یې لا دمخه مړه سوي وو، اوس یې داوروستی زوی ” ګلاب ” ځوانۍ ته نیژدې سوی ولاس یې په سپک و.

دادمحمد اکا به هر وخت نصیحت ورته کاوه زویه دبې ځایه کارواو بې سره همځولو څخه ځان ګوره خدای ﷻ مه کړه چي یوه بده راته پېښه نه سي وایم دبدو خلګو څخه همېشه بد پېښېږي ، ماددې کلي دهر سړي خدمت کړی دی په توره شپه مي یا نه ده ورته کړې . وایم خپل وس مي نه دی ځني سپمولی ته به خپلو کاروته پام کوې اوبله خبره داده چي ستا لپاره مي یو کار په نیت کي دی بیا به یې درته ووایم .
ګلاب هم ډېر ځیرک زلمی و ، سهار وختي به یې دملا صاحب څخه سبق واخیستی بیا به نو ټوله ورځ دپلار سره دمځکي په کار واخته و. په ټول کلي کي یې ښه نوم درلودی مازدیګر یې همځولي ” زرین ” ګیله ځني وکړه : داڅنګه انډیوالي ده چي زه دي نه یم خبر کړی او ټول کلی خبر دی . چي پلار دي ” زرلښته ” درغواړي ګلاب چي پر هوارپټو څنګ وهلي و راپورته سو او ویې ویل : ښه ته هم خبر سوی یې یاره زه شرمېدم نه مي شوای درته ویلای زه هم برايي ماښام خبر سوم پرون دورځي مي پلاریوه خبره راته کړې وه خو سرمي نه و په خلاص.
ماښام چي مي پلار مورته داقصه کوله نو زه هم پوه شوم ، چي پلار مي ولي دڅه مودې څخه پرځان تنګي راوستلې وه .
نور خو پرېږده زموږ دخوراک غنم او دلاندي پسه یې لا خرڅ کړ .بس دمسکین همداژوند دی چي دکوزدې او واده لپاره به دغاړي کالي خرڅوي دمړو او سرمایه دارو خلګو په ودو او ښادیو کي څنګه هشت ومشُت وي څنګه ټکان او اتڼونه وي .
” زرین ” چي دانډیوال ګلاب خبرو وسو هیڅ جواب ورسره نه و، صرف دومره یې ورته وویل چي : دټکانو لپاره خو ما دادی ډکه توپنچه رااخیستې ده چي صبا دي دسملان راوړل کیږي ټکان به په وکړو او یوڅه دجېب خرڅه مي هم درله برابره کړې ده دغه مي په وس و.
ګلاب که له یوې خوا سبا دخپلي کوزدې خوشحالي لرله خو دبلي خوا دې ته حیران و ،چي په تش لاس په دغه دولور غاړه څنګه باسي او څنګه به یې اداکوي په دغو چورتو او فکرو کي خوشحالي ځني هېره وه پټو یې ټک واهه زرین ته یې وویل :
ستا یې کور ودان مګر په دې سرنه سره رسیږي سبا به ټوله ورځ راسره تېروې اوس ناوخته دی کور ته به څوک راته ګوري .
سهار چي دڅلورو کسانو مرکې دګلاب دکوزدې دسملان راورسول ، زرین توپنچه په لاس د ټکانو وار ته انتظار و، یو ناڅاپه ګوته دماشې سره ولګېده او ټک سو مخامخ ګولۍ دګلاب پر زړه ولګېده او دګلاب پرمځکه راچپه سو نارې او چغي سوې چي ګلاب مړ شو ، خلګ سره راورسېدل ګوري چي ګلاب لکه داختر پسه په خپلو وینو کي سور پروت دی او آخري ساه یې خیژي . ښادي په غم بدله سوه بس دمسکین دکور خوشحالي وه لږ ګړۍ وه دخلګو سترګي له اوښکو ډکي سوې او دایې ویل : دادمحمد اکا ته دي خدای ﷻ دزړه صبر ورکړي دغه یو زوی یې وهغه هم دمرګ په کار شو بیا پرداسي ځواني او دکوزدې په ورځ بس هغه دچا خبره”د خدای ﷻ دوستان ډېرزهېریږي ” ګلاب مسکین چي یې خاورو ته وسپاری ، تردعا ګويي وروسته دکلي یو سپين ږیری لعل محمد اکا خلګو ته وویل : واورئ خلګو بیا که دچا زوی پیداشي یا کوزده یا واده وي بیا به دغه دغم ټکان نه کوئ ومولیدل چي دخوشحالۍ ورځ یې په غم بدله کړه .