کور / کیسه / یو ستا ورور تورک و

یو ستا ورور تورک و

خدای ﷻ سته ښه ورورګلوي یې ده ، یو دبل په خوله دي او مشر ورور نعمت لالا ته خو بیا ټول لاس په نامه ولاړ وي ښادي اکاچي دحجرې دېوال ته ډډه وهلې وه او دنسوارو په هینداره کي یې مخ ته کتل پر جانواکا ږغ وکړ ، ددغو هلکانو پلا ښه سړی و چي دوی دغسي صالح او دخپلي لاري دي ، مګر پلار یې نو اوسا (هوسا) ورځ ونه لیده دوی لاښه دي خوارۍ که پرتېري سوې ، خو اوس یې ژوند ښه دی ، څه مځکه ، یوه غوا ، اووه اته پُسونه لري .
صوفي صالح چي ددوی خبرو ته غوږ واو پرمځکه یې لیکي کښلې زیاته کړه : خلکو تاسي لکه چي
نور حال نه په لرئ ؟
نوري خبري خو سهي دي خو یوه ستړیا ورته ګوري جانو اکا خبره ورغبرګه کړه ، کومه ستړیا چي ته په خبریې او موږ نه یو خبر سم مو په خبره سر راخلاص کړه ! صوفي صالح وویل : ستړیا خو داده چي دغه کشر هلک یې ډېر بې لاري سوی دی په دغه حال کي نعمت لالا هم سلام ووایه خلکو ستړي مسیا ورته وویل صوفي صالح زیاته کړه ښه شو چي نعمت هم راورسېدی ماویل : زه به دی هم په خبروم وایم دچرګانو دغلا څخه نیولې په هره بده پېښه کي دده لاس وي .
صوفي صالح لاخبره نه وه خلاصه کړې چي جماعت ودرېدی ترلمانځه وروسته چي نعمت لالا کور ته ولاړی ډېر زهېر و ، دمخکي په شان یې خوله له خندا نه وه ډکه ، دوهم ورور ” پیداګل ” پوښتنه ځني وکړه لالا ناجوړه خو به نه یې ؟
نعمت وویل : یا ناجوړه نه یم خو تر دې وروسته به ناجوړه سوپیداګل وویل : لالا نه شوم پوه چي څنګه به له دې وروسته ناجوړه شو؟
نعمت وویل : ستا په یاد دي چي ما به هر کله و تورک ته نصیحت یا منت کاوه مور به راڅخه خوابدې شوه ویل به یې دازما کشر زوی دی ، ته منتونه پرکوې او دې به بې ځایه نازاوه ، زه پوهېدم چي دغه نازونه به یوه ورځ راته غمونه شي ، مخکي هم زه څه غوږېدلی وم ، چي ځای بې ځایه سم نه ګرځي ، ماښام به ناوخته کور ته راتلی کله کله به دغه د ” ګولک” چرسي پرکوټه هم یادېدی خودمور دلاسه مي هېڅ نه شوای ورته ویلای ، وړمه ورځ ستا په یاد دي چي ما نصیحت ورته کاوه ده څنګه جوابونه راکول ، تاولیدل مور پر مامنت کاوه او پر ده یې ژړل .
پيداګل یو سوړ اسوېلی وکېښ او ویې وویل : لالا په هغه ورځ مي ډېر زړه درباندي وسو ، دده جوابونه پرماداسي لګېدل لکه چړې چي راپکښي وهي ، که دخلګو خندا او دمور ژړا نه وای زه به یې هم په هغه ورځ خوښ شوی وای مور چي یې هم ودغو خبرو ته غوږ نیولی و او دا خبرې ښې نه پرلګېد ې وویل :
څه یې کړي دي چي ټول ورته بلا شوي یاست “ په ژړه غوني اواز یې وویل : ستاسي دلاسه نه دچا سره کښېنستای شي نه ولاړېدای شي کشر دی سم به شي نعمت وویل : هو! له دې وروسته به ښه سم شي ، که پرخاندې او که پر ژاړې ، داکور به خراب شي ، نن دکلي په مینځ کي خلګو دغه خبري کولې او دده بدي پېښي او غلاوي یې حسابلې ، درازو دپالیز ، دخان دباغ او د شاګل دپسوپه دغو ټولو غلاوو کي خلګو د ییاداوه ، نعمت چي ډېري ترخې خبري پرځان وړي وې ورور که یې بې لاري و ، خو بیا هم دده ورور و په هره بده یې خوابدی و او دمرګ خبره یې نوره نه شوه پټولای ، زنو یې بلګ شروع کړی ، سترګي یې له اوښکو ډکي شوې ځان یې دغه دغم وخبري ته نه جوړېدی ، خو بیا هم مجبوره و او ویې ویل : آخیري خبره داده چي اوس په لاره کي سدوزی لالا راباندي پېښ شو چي له بازاره راغلی و اوویل یې : دلاري دنیوو په پېښه کي دوه غله مړه او یو زخمي و ، ما دتور پله سره ولیدل ، یو ستا ورور تورک و.