کور / کیسه / چي په ژوند میراث شول

چي په ژوند میراث شول

نور محمد لالا ډېر خواخوږی سړی و، دهرچا په غم او ښادۍ یې ځان خبراوه ، ترخپله وسه یې دناتوانه اوبې وسو خلګو مرسته او کومک هم کاوه .
په دغه خپله خواخوږي سره هرچا په ښه نامه یاداوه بس دهرچا غم ورسره و ، کله کله چي به څه بده پېښه یا ظلم شوی و نو اول به یې اثر دده پرمخ معلومېدی ، کله کله به دغو بې انصافیو او ناجایزه پېښو داسي زور پر وکړی چي ویل به یې راځئ له دې ښاره کډي بار کړو نه انسانیت شته او نه دانسان قدر هغه بله ورځ یې لالو اکا ته وویل : ته هره و رځ راته وایې صبر کوه دابه سړی څنګه وکړي ، لالو اکا خبره ورغبرګه کړه : بیا چا ګلان کرل چي مځکه یې ستا پرطبیعت نه وه ماته کړې ، نور محمد چي پېښي ډېر زهېر کړی و په لاس یې دتندي خوله وچه کړه ، دمنګي اوبه یې پرسرپورته کړې ، خبره ته حیران و چي له کومه یې شروع کړي خو آخیر یې وویل : لالو اکا څه درته ووایم : ته لکه چي نه څه اورې او نه څه وینې ، دلته څوک شته چي ګلان وکري یا دګلانو کار کړي ؟
دلته خو خلګ اځغي کري اځغي .
لالو وویل : وروره زه خبر یم چي دغه حال دی چي هیڅوک ګلان نه کري .زما خپله په پښو کي ډېر اځغي مات شول چي لامي دګلانو پرخوا ډېر زور دی ، څه وکړم له وسه مو څه کیږي ، څوک به مو ناره واوري ، وایم ښار ناپرسان دی بس یو ګوزاره به کوو، ښه ته ووایه ، چي بیا دي څه اورېدلي دي چي داسي دي زړه درته ډک دی .
نور محمد وویل : هرڅه مو اورېدل خو دژوند دمیراث مو نه و اورېدلي . هغه بله ورځ دلاندي کلي څخه راتلم چي په لاره کي مي یو سړی ترنظر شو ، ډېر مي حیران – حیران ورته کتل نه پوهېدم ، چي مسافر دی او که لېونی ، خواره واره وېښتان، رنګ یې تک ژېړ و ، دمخ بڼه الوتې ، حال یې ډېر خراب و په دغه چورت کي ورنژدې شوم سړی روغ راته ښکاره شو ، ترسلام د مخه يې ترلمن ټینګ کړم او راته ویل یې کښېنه ولي داسي په چورت کي راته ورک شوې ؟
دده سختي ورځي له ماڅه هم دسلام وراچولو وار خطاکړ، خو سلام مي ورته ووایه . دده په جواب مي سره نه شو خلاص ، ددوبي سره غرمه وه دکور پرخوا مي هم تلوار و، خوبس ورسره کښېنستم لږ ساعت وروسته مي سړی وپېژاندی چي سد و ګل دی دپلاني ……. دکاله ، ښه دپلار او نیکه سړی و، ورته ومي ویل : څه درپېښ شوي دي ؟ ته او داحال دی ؟ لږ ګړۍ خاموشه او پټه خوله و، اوښکي یې پر مځکه وڅڅېدې زماهم سترګي ورسره لندې شوې ، خدای ﷻ ﷻ شته دغریب پرحال مي ډېرزړه وسو ، ما هم په خبرو کي خپل نوم وریاد کړی ، دده به هم نه وهېر ، تاواورېدل لالو اکا : هو ما واورېدل نوره قصه راته کوه نور محمد وویل : بیا نو سدو ګل راته وویل نور محمد لالا چي ورځ تیریږي تیاره زیاتیږي . له کومه سره یې درته بیان کړم تاته ښه درمعلومه وه چي هیچا ته مي تاوان نه دی وررسولی او نه دچا په تاوان خوشحاله وم ، ښه ماجت (مسجد) ، ښه مېنه ، دمېلمه کوټه ، دوه باغه ، دپالېز او کښت مځکه ، دوې باوړۍ ، وایم ښه ژوند مي درولودی خو د خدای ﷻ کارونه دي خدای ﷻ ښه په پوهېږي چي نن بیا پر دې حال یم .
نور محمد ما ورته وویل : بې شکه دادخدای ﷻ کارونه دي چي داسي کیږي وایم چي درپېښ شول چي دې حال ته راورسېدې ؟ زه سم په حال نه یم خبر .
سدوګل وویل : نورک لالا څه به دي سرپرله ګرزوم “ جاندو “ خوښه پېژنې چي زما تربور دی چي زه خدای ﷻ په ښه باد وهلی یم ، له هغه وخته یې راسره اخیستې ده او تر ننه یې سم قدم نه دی راسره ایښی ، په حکومت یې بندي کړم یم ، څو ځایه مځکه یې راڅخه لاندي کړې ده ، هیڅ مي په وسه نه ورسره کیږي راباندي زورور دی او نه بل چا ږغ ورته کړی دی . چي ولي ظالمه : داظلم کوي ، وایم دغه کال په کال چي کاختۍ دي ، بارانونه نه کیږي ، برکتونه ټول شول ، خوشحالي نه شته وایم داخو ټول زموږ عملونه دي تاواورېدل نور محمد لالا ، نور محمد : هو ما واورېدل وایم په دې کي خو هیڅ شک نه شته چي موږ دزورور ملګري یو او ظالم ته مو په ظالم نه دي ویلي .
ښه ته قصه کوه :
سدوګل وویل : وایم هغه ډېر ظلمونه راسره وکړل ، دوه کاله مخکي يې ځوان زوی داسي راوواهه چي له هغو وهلو مړ شو، چامي ناره وانه ورېده . دحکومت خلګو ته یې پیسې ورکړې ویل یې داغل وموږ مړ کړی .
ترهغه دمخه یې یو ه لور راڅخه وتښتوله ، ګوره چي مړه یې کړه کعه یې پریو چا خرڅه کړه ، توري مځکي مي پسي سپيني کړې پروطنو – وطنو وګرځېد م هیڅ درک مي یې پيدانه کړی ، بس نویوزه اویوه کوروالا سره پاته شوو او داغمونه “ . په دغه حال کي سدوګل سرکښته وځړاوه او څه اوښکي یې پر مځکه وڅڅولې ، لږ ساعت وروسته یې سر راپورته کړی او داسي یې وویل : شپږ میاشتي مخکي یې عرض راباندي وکړی ، ویل یې تازموږ درمې سپی وژلی دی ، بس دحکومت سړي راغله او زه یې لاس تړلی په بند کي واچولم . دپوښتني څوک مي نه و زما دځوان زوی غورچا ونه کړ، مګر دظالمانو او زورورو چي سپی په خپل مرګ مړ شي لا یې هم پوښتنه کیږي او ما غوندي غریبان یې په تور بند ته اچول کیږي .
وایم څه درته ووایم : زړه مي له تورو وینو ډک دی “ خدای ﷻ پاک مو دي له دې ظالمانو خلاص کړي ، بس په دغه بند (زندان ) کي یې اچولی وم ، چي تاڅنګه زموږ سپی وژلی دی ، هلته مي تر شا په کور والا (مېرمني) پسي زړه ختلی و، چي پر هغې خوارکۍ به څه تیریږي . هغه هم دغو غمو لېونۍ کړې وه ، یو وار دوه مي حال په وشو چي کله –کله دکلي یوې سپين سري یوه ګوله ډوډۍ ورته راوړې ده یا یې داوبو لوښي ورسره ډک کړي وو، خو آخیر – آخیر دسدوګل ستونی له ژړا ډک شو، زني یې وبلګېدې ، له سترګو یې اوښکي کښته وڅڅېدې ، زما هم سترګي ورسره لندې شوې زړه مي راته وویل : چي مخ پرغره ونیسم یا یوه تېره چاړه پیداکړم او په د غو ظالمانو پسي یې را واخلم ، چي پېژنې یې وژنه یې ، خوله وسه مي هیڅ نه وه پوره بې له افسوسه ، لږ ګړۍ وروسته ما ورته وویل : سدوګل لالا بس خدای ﷻ ته به صبر کوو، نو آخیر څنګه شو ؟ سدوګل سترګي په لستوڼي وچي کړې او داسي یې وویل : هونور محمد لالا خدای ﷻ دي وکړي چي له دغو ظالمانو څخه خلاص شو ، نو آخیر داسي وشو چي یوه شپه مي مېرمن په اوبو پسي راوتلې وه ، چي څښاک یا اودس څه اوبه راوړي ، پام یې نه شته دباوړۍ و څاه ته ایله شوه ، دوې ورځي وروسته خلګو راکښلې وه ، بیا خو نو دمسکین کور دی چي دسپين کفن وس نه لري ، دکلي سپين سرو په هغو کالیو او پوړني کي ورته کفن ورکاوه ، چي د کلي څو ځوانانو په دغه وخت کي دکفن ټوکر ورته راوړی او ویل یې : دغه یې ورکفن کړی ، دغو ځوانانو داهم وویل : نور نو موږ دغه ظلمونه نه شو زغملای، موږ به نور دجاندو رنګه ظالمانو نسونه ورڅېرو او دسدوګل غوندي غریبو خلګو پرڅنګ به درېږو او غور به یې کوو، بس دغوځوانانو حاجي مدو اکا چي ښه مشر سړی د ی، حق نه پټوي دځان ملګری کړی و او راغلل زه یې دبنده څخه خلاص کړم ، کلي ته ولاړم څوک پاتا (فاتحې) ته نه دي راغلي ، ولي بې وسه سړی وم له بې وسه خلګو سره څوک غمرازي کوي ؟
شپه دوې مي هلته تېري کړې ، دیوازیتوب ژوند و که دیوې خوا د “ جاندو “ څخه مي دمرګ بېره وه ، خو هغه ما له خدای ﷻ راوستلې وه ، دبلي خوا بې کسي اونېستي وه لاره راڅخه ورکه وه چي څه وکړم هسي خو “ جاندو” په ژوند میراث کړی وم ، بس دغه لوښي او توري (کالي) مي په موټر کي راواچول ، موټروان ته مي یو دېګ او جوال په کرایه کي ورکړی، نغدي خوما نه درلودې اودلته یې راورسولم ، اوس که دي خوښه وي زما جایداد به ستا په نوم تاته درکړم وایم چي دغه ظالم یې خوري نو یې ستا .
نورک وویل : زه چي کیسې ډېر سوځلی وم دغسي بې اختیاره ځیني راولاړشوم او دغه دی تراوسه مي سر پرله ګرځي .
لالو اکا اوس یې نوګلان بولې ، که اځغي زموږ دخلګو دغه حال دی ، چي په ژوند میراث شول .